د جمهوري غوښتونکي ګوند نومانده والرې پېکرس. انځور: رویټرز
د جمهوري غوښتونکي ګوند نومانده والرې پېکرس. انځور: رویټرز

د فرانسې د ښې اړخې جمهوري غوښتونکي ګوند نوماندې والري پېکرس تېره یکشنبه د فبرورۍ ۶ یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې تېر کال کابو ۴۰ میلیونه غیرقانوني مهاجر اروپایي ټولنې ته ننوتلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د رسمي شمېرو له مخې اروپا ته د رسېدلو کډوالو شمېر یوازې لسهاوو کسانو ته زرو ته رسېږي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماندې والري پېکرس د سي دان لېر پروګرام د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د اروپایي ټولنې پر پولو د دېوالونو له جوړولو سره موافقه ده که نه وویل، چې هر کال لسګونه میلیونه مهاجر په ناقانونه طریقه اروپایي ټولنې ته داخلېږي. نوموړې زیاته کړه: «زه باوري یم چې سږ کال ۴۰ میلیونه کډوال له نظارت پرته اروپا ته ننوتلي دي.»

خو دغه شمېرې د اروپایي ټولنې له رسمي شمېرو سره مطابقت نه لري.

د یوروستات رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کې ۱۲۵۰۰۰ کډوال په ناقانونه طریقه اروپایي ټولنې ته اوښتي دي. مانا یې دا چې دوی له ویزې پرته ځانونه اروپایي هیوادونو ته رسولي دي.

د دغو کسانو له ډلې ۸۶۳۰۰ تنو یې د سمندري لارو (د بېلګې په توګه د مدیترانې له لارې) اروپا ته ځان رسولی او ۳۸۸۰۰ تنه نور بیا د ځمکې له لارې (د بېلګې په توګه له ترکیې څخه شمالي یونان ته) رسېدلي دي.

د تېر کال رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ په لومړیو اوو میاشتو کې ۸۵۰۰۰ کډوالو په ناقانونه توګه ځانونه اروپایي ټولنې ته رسولي دي. د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس په حواله تېر کال ټولټال ۲۰۰۰۰۰ کسان اروپا ته رسېدلي دي. که څه هم دا شمېره د ۲۰۲۰ پرتله زیاتوالی ښيي، خو اصلي لامل یې د کورونا له امله د لګول شویو بندیزونه لرې کېدل دي.

یادې شمېرې ښيي چې د ولسمشرۍ نوماندې د ویناوو او اصلي شمېرو ترمنځ ډېر توپیر شته.

بل پلو د ۲۰۲۰ په پیل کې اروپایي ټولنه کې د نفوسو شمېر ۴۴۷،۳ میلیونه کسانو ته رسېدلي وو چې په ډله کې یې ۵،۱ سلنه (۲۳ میلیونه) غیراروپایان هم شامل وو. د یوروستات له مخې په ۲۰۱۹ کې ۲،۷ میلیونه تنه اروپایي ټولنې ته رسېدلي دي چې سند لرونکي او سند نه لرونکي کسان پکې شاملېږي.

داسې معلومېږي چې آغلې پکرس د اروپایي کمېشنرې یلوا جوهانسون خبره په ناسمه توګه نقل کړې ده. تر دې دمخه یلوا جوهانسون ویلي وو چې تېر کال ۳۹ میلیونه کسان د اس آی اس په نامه ډیتابېس کې د ثبت پرته اروپایي ټولنې ته ننوتلي چې په ډله کې یې سیلانیان او د اروپایي ټولنې اوسېدونکي هم شامل دي.

اروپایي ډیتابیس یا آی اس اس هغه سیستم دی چې لادرکه شوي کسان، تر تعقیب لاندې انسانان او غلا شوي موټرونه، وسلې او داسې نور موارد پکې ثبتېږي.

دا لومړی ځل نه دی چې د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنې نوماندان د مهاجرو په هکله ناسمې ادعاوې کوي. لږ مخکې د فرانسې د ښې اړخې سیاستوال او ولسمشرۍ نوماند اریک زمور خپل ټاکنیز پروګرام کې ویلي وو چې کډوال د فرانسویانو لپاره ډېر لوړ لګښتونه رامنځته کوي. خو د رسمي شمېرو له مخې کډوالو ته ځانګړې شوې بودیجه د فرانسې د دولت د ملي بودیجې یوازې ۰،۲ سلنه جوړوي.

 

نورې ليکنې