یوناني چارواکو پرون سه شنبه وویل د دغه هیواد په لېسبوس ټاپو کې یې د واستریا په نامه د نوي مهاجر کمپ د جوړېدو ضد مظاهرې پر وخت څلور کسان نیولي دي. ټاکل شوې ده چې د یاد کمپ د جوړېدو کار د روان کال په سپټمبر میاشت کې پای ته ورسېږي.
د مظاهره چیانو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ د واستریا مهاجر کمپ پر لور د لاریون پر مهال یوه مځکه کېندونکي ماشین ته اور واچاوه چې د کمپ د جوړولو لپاره کارول کېده.
یوناني پولیسو پرون سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه څلور کسان په دې تورن دي چې د ځاني زیان رسولو هڅه یې کړې ده، ملکیت یې ویجاړ یا زیانمن کړی او ماشین ته یې اور اچولی دی. د خبرپاڼې له مخې پولیسو هغه شپږ کسان هم پېژندلي دي چې ویل کېږي په تاوتریخوالي کې یې لاس درلود.
بیا ولولئ: د یونان په نظام کې مهاجر په یخ کې کړېږي
ټاکل شوې ده چې د دې کمپ د جوړېدو کار راتلونکی سپټمبر پای ته ورسېږي. دغه پنډغالی چې د لېسبوس د مرکز میتلین په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی په یو وخت کې د ۳۰۰۰ کډوالو د ځایولو ظرفیت لري.
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې د کډوالۍ کړکېچ پر مهال سلګونه زره کډوالو له سوریې، عراق او نورو هیوادونو څخه د لېسبوس له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته رسولي وو.
وروسته له هغه چې په ۲۰۲۰ کې موریا کمپ د اورلګېدنې له امله ویجاړ شو، یوناني چارواکو مهاجرو ته په لنډمهالو کمپونو کې سرپناه برابره کړه.
بیا ولولئ: د یونان مهاجر کمپ چې زندان معلومېږي
د واستریا پروژې ۸۷،۵ میلیونه یورو لګښت د اروپایي ټولنې له مرستو څخه تمویلېږي. خو سازمانونه بیا وایي چې په دغو نویو کمپونو کې د مهاجرو پر تګ راتګ بندیزونه لګول شوي دي.
د یادولو ده چې د لېسبوس ځایي چارواکي د مظاهره چیانو د غوښتنو ملاتړ کوي او حکومت ته یې خبرداری ورکړی دی چې د دې پروژې د درولو لپاره به محکمې ته شکایت کوي.