آرشيف انځور ـ فرانکفورت ته رسېدلي افغانان. انځور: کای پفافېنباخ، رویترز
آرشيف انځور ـ فرانکفورت ته رسېدلي افغانان. انځور: کای پفافېنباخ، رویترز

د آلمان د دفاعي چارو وزيري کريستينه لامبريخت وايي چي ښايي ۶۰۰ د آلماني پوځ افغان ځايي همکاران آلمان ته راسي.

د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند سياستوالې کريستنينه لامبرېخت له افغانستان څخه د نورو ځايي همکارانو د وتلو اعلان کړی دی. د آلمان د دفاعي چارو دغې وزيري ويلي دي: «موږ اټکل کوو چي تر اوسه پوري ۱۱۹۰ د آلماني پوځ ځايي همکاران آلمان ته رسېدلي دي او دا چي ښايي ۶۱۰ نور هم له افغانستان څخه دلته راسي.» د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي لامبرېخت دا څرګندونې د فونکه په نوم د آلمان رسنيزي ډلې ته د سه شنبې په ماښام کړي دي. هغې زياته کړېده چي د وخت په تېرېدو سره وار په وار د ځايي همکارانو د کورنۍ غړي هم آلمان ته راسيږي.

لامبرېخت ټينګار کړی دی چي هر يو کس چي د آلمان سره يې همکاري کړېده او ورته د مرګ ګواښ کيږي، د هغه لپاره توصيه دا ده چي چټک غبرګون وښيي. هغې ويلي دي چي آلمان د خپلو پخوانيو همکارانو د راوستلو په ترڅ کي مرسته کوي.

کله چي د تېر عيسوي کال د اګست په نيمايي کي کابل د توندلارو وسله والو طالبانو لاس ته ولوېد نو د عاجلې انخلا پر وخت د آلمان پوځ په دغه هيواد کي په زرونو د محافظت اړمن کسان په افغانستان کي پرېښودل. د آلمان د بانديو چارو د وزارت په وينا د آلمان حکومت تقريبا ۲۰۴۰۰ افغانانو چي اکثريت يې ځايي همکاران او د هغوی کورنۍ دي، ورته تضمين ورکړی چي آلمان ته راتللای سي. د دې تر څنګ تقريبا ۸۰۰۰ نورو داسي افغانانو ته هم د آلمان له لوري د راتګ تضمين سوی چي ژورنالستان، د مېرمنو د حقونو مدافعين يا ورته تر ګواښ لاندي کسان دي.

خو و آلمان ته د راتلو او دلته د منل کېدو تضمين لرونکو څخه اکثريت کسان لا تر اوسه آلمان ته نه دي رسېدلي. د آلمان د بانديو چارو وزارت ويلي چي د تير کال د می مياشتي له نيمايي څخه بيا د روان عيسوي کال د جنورۍ تر نيميايي پوري تر ۹۳۰۰ څخه زيات افغانان آلمان ته رسيدلي دي. زياته سوې چي زيات هغه افغانان چي د آلمان له خوا د منل کېدو تضمين ورکول سوی او په اړونده ليسټونو کي يې نومونه ځای لري، هغوی له افغانستان څخه دباندي په نورو هيوادونو لکه پاکستان کي په دې انتظار دي چي آلمان ته راتللای سي.

د ملګرو ملتونو د يو راپور له مخي طالبانو پر واک د راتلو راهيسي تر ۱۰۰ څخه زيات د پخواني حکومت همکاران او د نړيوالو ځواکونو ځايي افغان همکاران وژلي دي. دا د هغه باوجوده چي طالبانو د بېرته پر واک راتلو پر وخت د عمومي عفوي اعلان کړی ؤ. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتېريش په راپور کي راغلي چي د اعتبار وړ داسي تورونه ورته رسېدلي چي طالبانو د پخواني حکومت او امنتي ځواکونو غړي په تاوتريخوالي سره ورک کړي يا وژلي دي.

آ./ا.ا.


 

نورې ليکنې