سازمانونه غواړي چې په دغه ودانۍ کې مهاجرو ته سرپناه برابره کړي. انځور:‌ کالې لوژمان ټویټر پاڼه
سازمانونه غواړي چې په دغه ودانۍ کې مهاجرو ته سرپناه برابره کړي. انځور:‌ کالې لوژمان ټویټر پاڼه

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د فرانسې په کالې ښار کې مهاجر پلوه سازمانونه غواړي چې په دوو تشو ودانیوو کې مهاجرو ته سرپناه برابره کړي. خو دوی وایي چې له تېرې سه شنبې راهیسې امنیتي‌ ځواکونو یادې ودانۍ «ایسارې» کړې دي.

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د فرانسې په کالې ښار کې د مهاجر پلوه سازمانونو غړي هڅه کوي چې په دوو تشو ودانیو کې مهاجرو ته سرپناه برابره کړي. 

دغه رضاکاره ډله چې «کالې کې د ټولو لپاره سرپناه» نومېږي د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ ۷ وویل: «په داسې حال کې چې خلک د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي، موږ هغه ودانۍ نیولې چې څوک پکې نه اوسېږي.»

په وینا یې لومړی کور له کلونو راهیسې تشه پاتې ده او څوک پکې ژوند نه کوي. دویمه ودانۍ بیا له تېر یو کال راهیسې خالي شوې ده او ټاکل شوې چې ویجاړه شي. سازمانونه په پام کې لري چې دغه ودانۍ کې چې له نږدې ۴۰ اپارتمانونو جوړه شوې ده مهاجرو ته ځای ورکړي. دوی وایي چې د برېښنا پیسې یې ورکړې او د ودانۍ لپاره بیمه هم لري.

د دغې ډلې یوه غړې کډوال نیوز ته وایي‌ چې دمګړۍ یاده ودانۍ کې مهاجر نشته. د سازمانونو په حواله نن سبا نږدې ۱۵۰۰ کډوال کالې کې د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي.

«ایساره شوې ودانۍ»

خو چارواکي بیا له دغه اقدام سره مخالفت ښيي. د عیني شاهدانو په حواله امنیتي ځواکونه د ودانۍ مخ ته ولاړ دي. دوی زیاتوي چې پولیسو «ایسار» کړي دي.

دوی پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «پولیسو د اژاکسیو سړک په ۱۳م کور کې ایسار کړي یو. دوی ودانۍ ته د خلکو د ننوتلو مخنیوی کوي او نه پرېږدي چې څوک ودانۍ ته اوبه، خواړه او نور توکي ولېږدوي. برېښنا یې پرې کړې… اوبه یې هم بندې کړې دي. هغه کسان چې په ودانۍ کې دي ترې وتلی شي خو د پولیسو له خوا تلاشي کېږي.»

د دغې ډلې له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې لسګونه پولیس په سیمه کې حاضر دي.

نن سبا کالې کې داسې تشې ودانۍ چې مهاجر پکې ژوند وکړي لږې دي. دلیل یې دا دی چې چارواکي‌ په ودانیو کې د مهاجرو د اوسېدو مخه نیسي. 

دا په داسې حال کې چې څو کاله مخکې یاد ښار کې داسې ودانۍ موجودې وې چې تر ۲۵۰ زیاتو کسانو پکې ژوند کاوه. خو په ۲۰۱۴ کې یاد مهاجر له ودانیو څخه وایستل شول او ورته وویل شول چې ځنګل ته ولاړ شي. د کالې ځنګل بیا دوه کاله وروسته له منځه یووړل شو. له هماغه وخت راهیسې مهاجر په لنډمهالو کمپونو کې اوسېږي چې په اونۍ کې څو ځله د پولیسو له خوا تړل کېږي.

د یادولو ده چې په روان ژمي کې د کالې قومندانۍ د «سختۍ یخنۍ» پروګرام نه دی پیل کړی. د دغه پروګرام په چوکاټ کې سرپناه نه لرونکو کډوالو ته سرپناه برابره کېږي. چارواکو ویلي چې د سرپناه برابرولو عملیاتو په پایله کې یې کډوالو ته له کالې ښار څخه بهر نورو استوګنځیو کې د ځای د ورکولو وړاندیز کړی دی.

 

نورې ليکنې