د ارشیف انځور: پېکچر الاینز، اې پي، روبرت یاګر
د ارشیف انځور: پېکچر الاینز، اې پي، روبرت یاګر

اتریشي چارواکي وایي د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په یوه پېټۍ کې چې د یوې لارۍ لاندې تړل شوې وه اته مهاجر موندلي دي.

د پولیسو په حواله موندل شوي مهاجر د ترکیې اصلي اوسېدونکي دي چې له رومانیا څخه د هنګري له لارې اتریش ته رسېدلي وو. پولیسو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د څو مهاجرو د بدن د تودوخې درجه د سړې هوا له امله راټیټه شوې وه او ځینې نور بیا د لوګي د تنفس کولو له امله بې سده شوي وو.

مهاجرو پولیسو ته ویلي چې دوی د «وحشت پېټۍ» کې بند پاتې وو.

د اتریش امنیتي ځواکونو ۳۹ کلن ترکی لارۍ چلوونکی او ۵۶ کلن همکار یې هم نیولي دي، خو د مهاجرو او قاچاق وړونکو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

بیا ولولئ: اتریش کې ۱۵ شکمن کسان د مهاجرو د قاچاق په تړاو نیول شوي

وروسته له هغه چې آلماني پولیسو اتریشي چارواکو ته د یوې داسې لارۍ په هکله اطلاع ورکړه چې مهاجر یې قاچاقول، د اتریش امنیتي ځواکونو تېره میاشت یاد کډوال د ویانا په سوېل ختیځه شوېشت سیمه کې ونیول. د لارۍ چلوونکي همکار بیا تېره جمعه د اتریش په ګراز سیمه کې ونیول شو.

دا خبر چارواکو پرون چهارشنبه خپور کړ. لارۍ چلوونکي منلې چې نږدې ۴۰ مهاجر یې اتریش ته قاچاق کړي دي او له هر یو مهاجر څخه یې ۱۵ زره تر ۱۶ زره یورو اخیستې دي.

 

نورې ليکنې