فرانسوي ځواکونه په ویمرو ساحل کې. انځور: رویټرز، سپټمبر ۲۰۲۱
فرانسوي ځواکونه په ویمرو ساحل کې. انځور: رویټرز، سپټمبر ۲۰۲۱

ټاکل شوې ده چې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د کډوالو د اوښتو د مخنیوي لپاره د فرانسې په شمالي سواحلو کې امنیتي کمرې ولګول شي. برتانیا د دغو کمرو د لګولو لګښت ورکوي.

هغه ساحلي ښارونه چې د دغو کمرو د لګولو غوښتونکي دي کولی شي د مارچ میاشتې تر پایه پورې د مالي مرستې غوښتنه وکړي. د پا دو کالې قومندانۍ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې تر دې دمه تر شلو زیاتو ښارونو خپلو سواحلو کې د کمرو لګولو ته چمتووالی ښودلی دی.

چارواکو زیاته کړې ده چې څېړونکي د «ترمینوس» یا د کمرو د لګولو پروژې د ترسره کولو لپاره د جنورۍ ۱۵ څخه د فبرورۍ تر ۱۵ پورې ساحلي ښارونو ته سفرونه کوي ترڅو دا معلومه کړي چې په کومو ځایونو کې باید کمرې ولګول شي.

یادې قومندانۍ دا هم ویلي دي چې د مارچ میاشتې په پیل کې به یادو ښارونو ته یوه مشخصه پروژه وړاندې کوي ترڅو دوی وکولی شي د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې د برتانیا له مالي مرستو څخه ګټه پورته کړي.

د دغو کمرو له خوا اخیستل شويو انځورونو ته لاسرسی او پولیسو ته یې د استولو طریقه به په یوه لایحه کې مشخصه شي.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: په روانه میاشت کې تر ۱۳۰۰ ډېر کډوال برتانیا ته اوښتي دي

د ویسانت ښاروالې لوران پروو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دغه کمرې «د موجودو کمرو پرتله له تخنیکي پلوه پیاوړې دي». ټاکل شوې ده چې په ویسان ښار کې، چې له کالې څخه شاوخوا شل کیلومتره فاصله لري، ټولټال ۱۴ کمرې ولګول شي. 

د دغې ښاروالې په وینا چارواکي یادې کمرې د څلورلارو او سمندر ته د رسېدو لپاره جوړو شویو ځانګړو لارو په څېر استراتژیکو ځایونو کې لګوي.

نوموړې زیاته کړې ده چې پولیس، د ژاندارم ځواکونه او دغه راز ښاروالۍ انځورونو ته د لاسرسی اجازه لري. خو برتانوي چارواکو ته بیا دا اجازه نه ده ورکړل شوې.

تېر نومبر د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن اعلان کړی و چې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د کډوالو د اوښتو د مخنیوي په موخه په فرانسوي سواحلو کې نوي امنیتي وسایل کارول کېږي.

بیا ولولئ: فرانسه: د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو د سفر د مخنیوي لپاره نوي وسایل کارول کېږي

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې برتانیا به فرانسې ته د سواحلو د نظارت لپاره ۱۰۰ موټرونه، ۳۰۰ څراغونه، ۱۶۰ پروجکتورونه او داسې نور توکي ورکوي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د کډوالو د اوښتو په هکله د لندن او پاریس ترمنځ بحثونه روان دي. خو د فرانسې په شمالي سواحلو کې د شدیدو امنیتي تدابیرو سره سره لا هم ګڼ شمېر کډوال د سمندر له لارې ځانونه برتانیا ته رسوي. د رسمي شمېرو له مخې تېر کال ۲۸۰۰۰ کډوال د یاد کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي. فرانسوي چارواکو بیا په ۲۰۲۱ کې دغه کانال کې ۱۰۰۲ مهاجر ژغورلي دي چې د ۲۰۲۰ پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي.  

 

نورې ليکنې