کډوال په انګلیس کانال کې. انځور: رویټرز
کډوال په انګلیس کانال کې. انځور: رویټرز

د فرانسې د شمالي سمندر او مانش قومندانۍ په یوه خبرپانه کې ویلي چې د دغه هیواد سمندري ځواکونو په انګلیس یا مانش کانال کې هغه ۳۶ کډوال ژغورلي‌ دي چې غوښتل یې برتانیا ته واوړي.

د فرانسې د شمالي سمندر او مانش قومندانۍ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دغو کډوالو بېړۍ بلجیم ته څېرمه لفرینکوک کې د ډوبېدو په حال کې وه. چارواکو پرون پنجشنبه سهار ژغورل شوي مهاجر دنکرک بندر ته انتقال کړل.

دغو مهاجرو غوښتل چې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته واوړي.

ژغورل شوي کډوال سرحدي پولیسو او روغتیایي چارواکو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې چې فرانسوي چارواکي وایي ټاکل شوې ده چې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د کډوالو د اوښتو د مخنیوي لپاره د فرانسې په شمالي سواحلو کې امنیتي کمرې ولګول شي. برتانیا د دغو کمرو د لګولو لګښت ورکوي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د کډوالو د اوښتو په هکله د لندن او پاریس ترمنځ بحثونه روان دي. خو د فرانسې په شمالي سواحلو کې د شدیدو امنیتي تدابیرو سره سره لا هم ګڼ شمېر کډوال د سمندر له لارې ځانونه برتانیا ته رسوي.

د رسمي شمېرو له مخې تېر کال ۲۸۰۰۰ کډوال د یاد کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي. فرانسوي چارواکو بیا په ۲۰۲۱ کې دغه کانال کې ۱۰۰۲ مهاجر ژغورلي دي چې د ۲۰۲۰ پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي.

د ۲۰۲۰ په نومبر میاشت کې انګلیس کانال کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښې ۲۷ مهاجر ووژل چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم ول.  

 

نورې ليکنې