ځیني افغانان چې د طالبانو له ویرې پاکستان ته تښتیدلي وايي چې د دغه هیواد چارواکي د دوې له مجبوریت څخه ګټه پورته کوي او د کور خاوندان پرې کرایه دوه او درې برابره لوړه کړې.
د دې ترڅنګ په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته پاکستان ته د قاچاقي لارو بیې دوه برابره شوي.
۲۶ کلنه شفیقه ساعي چې د تیر حکومت پر مهال په افغانستان کې څارنواله وه یو له هغو ده چې د طالبانو له ویرې له خپلې کورنۍ سره یو ځای پاکستان ته ګډه شوې. نوموړې له اسلام اباد څخه رویټرز خبري آژانس ته وویل چې پاکستاني چارواکي له دوې څخه د رشوت غوښتنه کوي. د هغه په خبره د کور خاوندان هم کرایې دوه او درې برابره لوړې کړي.
د پخواني حکومت دغې څارنوالې وویل:« هر څوک زمونږ له مجبوریت څخه ګټه پورته کوي تر څو پیسې لاسته راوړي.»
ساعي وايي چې په اسلام اباد کې د کور مالک ورڅخه د عادي بیې څخه درې برابره ډیره کرایه غواړي. نوموړې پولیسو ته هم ۷۰۰ ډالره له دې امله ورکړی چې د ویزې له درلودلو پرته يي کور په کرایه کړی. هغه ته ویل شوي چې له ویزې پرته افغانانو ته د کور کرایه کول غیر قانونی دی.
نور ولولئ: پاکستان: د بلوچستان اوسیدونکي چې افغانانو ته ځای ورکړي مجازات کیږي
د قاچاقي لارو د بیو دوه برابره لوړیدل
د ایران او پاکستان د ویزو د لاسته راوړلو ستونزه او په سرحدونو کې محدودیتونه د دې لامل کیږي چې یو شمیر خلک قاچاقچیانو ته مخه کړې او په قاچاقي لارو ځانونه دغو هیوادونو ته ورسوي.له دې سره قاچاقچیان د مسافرو له مجبوریت څخه ګټه پورته کوي او د دوې بیې دوه برابره ډیرې شوي.
رویټرز خبري آژانس په دې اړه لیکلي چې په اوسط ډول قاچاقچیان له خلکو ۱۴۰ څخه تر ۱۹۳ ډالره اخلي تر څو د سپین بولدک له لارې يي پاکستان ته ورسوي. دغه بیه تیر کال شاوخوا ۹۰ ډالره ښودل شوې وه.
شفیقه ساعي وايي چې د طالبانو څخه د تیښتې لپاره مجبوره شوه تر څو له هیواد څخه د وتلو لپاره قاچاقبر ته ۵۰۰۰ ډالره ورکړي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته زرګونه افغانان پاکستان ته مخه کړه تر څو له هغه ځایه ځانونه نورو هیوادونو ته ورسوي.دامهال زرګونه افغانان په پاکستان کې د بهرنیو هیوادونو سفارتونو ته د ویزو لپاره انتظار باسي.