د بریتانیا جنوب خیتځ نیپر پوځي کمپ کې پناه غوښتونکي. جنوري ۲۰۲۱. انځور:AP
د بریتانیا جنوب خیتځ نیپر پوځي کمپ کې پناه غوښتونکي. جنوري ۲۰۲۱. انځور:AP

د بریتانیا استخباراتي کارپوهانو خبردارۍ ورکړی چې شاوخوا نیم میلیونه افغانان د طالبانو له واکمنیدو وروسته هیواد پریښودو ته اړ شوي چې ګڼ شمیر يي اروپا او بیا د انګلیس چینل له لارې بریتانیا ته روان دي. بریتانوي چارواکو د کډوالۍ د دغې نوې څپې سره د مقابلې لپاره خبرې کړي.

د بریتانیا ډیلي میل ویب پاڼې لیکلي،په هغه ناسته کې چې تیره اوونۍ په بریتانیا کې جوړه شوې وه د دغه هیواد استخباراتي کارپوهانو وزیرانو ته خبردارۍ ورکړی چې د کابل له سقوط وروسته له ۵۰۰ زرو څخه ډیر افغانان د هیواد له پولو اوښتي او دوې اروپا او انګلیس چینل لور ته روان دي.

د فرانسې په ختیځ کې کالې هغه بندري ښار دی چې فرانسه او برتیانیا سره نښلوي. ګڼ شمیر کډوال له همدغه ښار څخه د انګلیس چینل له لارې په وړو کښتیو کې ځانونه بریتانیا ته رسوي.

د انګلیس چینل له لارې بریتانیا ته د کډالو د اوښتو ډیریدل د دغه هیواد چارواکي سخت اندیښمن کړي. د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتې پټیل تیره اونۍ په یوه ناسته کې د دغو کډوالو د مخنیو پر لارو چارو خبرې کړي.

د کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې د انګلیس چنیل له لارې د ورتلونکو کډوالو د مخنیوي لپاره تدابیر نور هم سخت کړي او د سرحدي ځواکونو په مرسته ورتلونکي کډوال له نیولو وروسته پوځي مرکزونو کې و ساتي او یا يي هم بیرته خپلو هیوادو ته اخراج کړي.

تیر کال له همدغه سمندري لارې له ۲۸۰۰۰ څخه ډیرو خلکو په ناقانونه ډول ځانونه بریتانیا ته رسولي و چې دا د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۲۰۰ سلنه ډیروالۍ ښيي.

نور ولولئ: انګلیس کانال: فرانسوي ځواکونو برتانیا ته اوښتونکي ۳۶ کډوال ژغورلي

یوازې تیره میاشت ۱۳۴۱ تنه نور په وړو کښتیو کې په بریالیتوب سره ځانونه بریتانیا ته رسولي چې دغه چاره حکومتي چارواکي له ګواښ سره مخامخ کړي. ټاکل شوی چې د بریتانیا پوځ د دفاع وزارت په ملکیت کې له چینل څخه د اوښتونکو ۳۰۰ زره کډوالو لپاره د کمپونو جوړل پیل کړي. چارواکي د هوټلونو پر ځای په پوځي مرکزونو کې د دغو نویو کډوالو د ساتلو له لارې غواړي چې پر دوې یو ډول فشار راوړي.

خو په پوځي ساحو کې د کډوالو د ساتلو په اړه له وړاندې حکومت د سازمانونو له نیوکو سره مخ دی. په دغو پوځي کمپونو کې د سپتمبر ۲۰۲۰ راهیسې تر ۳۵۰ پورې کډوالو د ساتلو او د غلته د دوې د ژوند د ناوړه شرایطو په اړه سازمانونه پر حکومت نیوکه کړې.

د کډوالو د شورا اجرایوي مشر اینور سلیمان وايي چې د بریتانیا په خاوره کې تل له خلکو سره عادلانه چلند شوی او هغه خلک چې نړیوال محافظت ته اړتیا درلوده ورته پناه ورکړل شوې.

نوموړی په دې اړه وايي:« مونږ باید نن همداسې وکړو او باید د پناه غوښتنې یو منظم او منصفانه سیسټم ولرو چې له مخې يي له خلکو سره د مهربانۍ او شفت له مخې چلند وشي نه دا چې متضرر خلک په پوځي کمپونو کې د مجرمینو په توګه وساتل شي.»

 

نورې ليکنې