له ایران سره پر پوله د کډوال د مخنیوي لپاره د ترکیې تدابیر سخت شوي. انځور: آرشیف
له ایران سره پر پوله د کډوال د مخنیوي لپاره د ترکیې تدابیر سخت شوي. انځور: آرشیف

د ترکیې چارواکي وايي چې یوازې د دوشنبې په ورځ يي د هیواد په بیلابیلو برخو کې ۷۰۰ ناقانونه کډوال نیولي چې یو شمیر افغانان هم په کې شامل دي. دغه کډوال په بیلابیلو ښارونو کې د پولیسو او همدارنګه د سمندري ځواکونو لخوا له وړو کښتیو څخه نیول شوي دي.

د ترکیې سمندري ساتونکي وايي چې یوازې ۲۴۰ کسان يي د لویدیځ ازمیر ولایت کې د کب نیولو په یوه کښتۍ کې نیولي چې له دوې څخه پنځه تنه يي د انساني قاچاق وړونکي په توګه پیژندل شوي. سمندري ساتونکي په همدغه سیمه کې ۲۵۲ تنه نور هم نیولي دي.

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې ۳۹ نور کډوال چې په یوه بادي کښتۍ کې سپاره ول د سمندري ځواکونو لخوا نیول شوي او د دې ترڅنګ په یوه بله پیښه کې ۲۹ تنه کډوال چې د یوناني ځواکونو لخوا په شا تمبول شوي و د ترکیې پولیسو خوا ژغورل شوي دي.

چارواکي ویلي چې ایران سره پر پوله په ختیځ وان ولایت کې يي ۲۳ افغانان هم نیولي او پنځه تنه نور يې بیا په دغه ښار کې د انساني قاچاق په تور نیولي دي.

نور ولولئ: د ترکیې ولسمشر وايي چې نشو کولای نورو افغانانو ته پناه ورکړو

د ترکیي د سمندري ځواکونو د یوې خبرې اعلامیې پر اساس چې د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۴ خپره شوې راغلي چې له ۱۰۰ څخه ډیر ناقانونه کډوال  يي د موغله ولایت د بودروم، فتحیه، دالامان او مرمره سواحلو او نورو سیمو کې نیولي دي.

د ترکیې په ختیځ ارزوروم کې هم د پولیسو لخوا ۱۶ تنه نیول شوي او پر دوو نورو د انساني قاچاق تور لګول شوی. ۱۰ نور ناقانونه کډوال بیا د کیرکلارلي ښار کې د پولیسو لاس ته ورغلي.

نیول شوي کډوال د روغتیايي مرستو له ترلاسه کولو وروسته د کډوالۍ ادارو ته پیژندل شوي.

ترکیه د افغانانو لپاره چې غواړي د یو ښه ژوند د موندلو په نیت اروپا ته ځانونه ورسوي، د ترانزیټ یوه مهمه لاره بلل کیږي. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بشپر وتلو وروسته او د طالبانو له واکمنیدو سره سم پر دغه لار اروپا ته د افغانانو شمیر خورا ډیر شوی.

 

نورې ليکنې