د ډنمارک د پناه غوښتنې کمیسیون باور لري چې د طالبانو له راتګ سره په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او اوس د دې امکان شته چې هغه افغانان چې د پناه غوښتنه يي نه وي منل شوي بیرته خپل هیواد ته واستول شي.
د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې د جمعې په ورځ د فبرورۍ په ۱۱، د دغه هیواد د پناه غوښتنې کمیسیون پریکړه کړې چې افغان پناه غوښتونکي بیرته خپل هیواد ته استول کیدای شي. یاده اداره باور لري چې په افغانستان کې د « د وضعیت د ښه کیدو» له امله د دې امکان شته چې کابل ته اخراجونه له سره پیل شي.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې په نیمايي کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته ډنمارک د افغانانو د ایستلو پروسه ودروله چې له دې سره له سلو ډیر د پناه غوښتنې دوسیو د سره کتنې« تجدید انتظار» لپاره د پریکړې په انتظار پاتي شول.
نور ولولئ: ډنمارک تر اکتوبر میاشتې د افغان پناه غوښتونکو ایستل و ځنډول
که څه هم په دې اړه ډیر جزییات نشته خو د ډنمارک رسنیو راپور ورکړی چې ښايي له دغې نوې پریکړې سره د هغو افغانانو د ایستل بیا پیل شي چې د پناه غوښتنه يي رد کیږي.
د پناه غوښتنې کمیسیون د ډنمارک د کډوالۍ ادارې، د اروپا د پناه غوښتنې آژانس او د بخښنې نړیوال سازمان د راپورونو په استدلال سره وايي:« د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې عمومي وضعیت ښه شوی، داخلي جګړې پای ته رسیدلي او شرایط اوس داسې نه دی چې یو څوک د خپل حضور له امله په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ناوړه استفادې له خطر سره مخامخ شي.»
که څه هم یاد کمیسیون مني چې په افغانستان کې هغه خلک په ځانګړې ډول هغه افغانان چې له لودیځوالو سره يي کار کړی وي، ښايي د غچ اخیستنې هدف وګرځي خو د دوې په خبره سیستماتیک تاوتریخوالی شتون نه لري.
ډنمارک په داسې مهال دغه پریکړه کوي چې دغه اروپايي هیواد تر دې مهاله له افغانستان سره د کډوالۍ کومه هوکړه نه لري او د افغانانو د اخراج لپاره دغه اروپايي هیواد باید له طالبانو سره هوکړې ته ورسیږي.
د هوکړې د نه لرلو په صورت کې به ډنمارک رد شوي افغانان په توقیف مرکزونو کې وساتي.
د ډنمارک دغه پریکړه د یو شمیر سازمانونو غبرګون راپارولی او پر دغې پریکړې يي سخته نیوکه کړې.
روزا لوند چې د ډنمارک د یووالي ګوند د ایتلافي حکومت غړې ده وايي:« حتی یو ړانده هم پوهیږي چې افغانستان امن نه دی.»
ډنمارک د اروپايي ټولنې یو له هغو هیوادونو دی چې د کډوالۍ په اړه سخت سیاست لري.تیر کال حکومت ویلي و چې کډوال د دولتي خدماتو د لاسته راوړلو لپاره باید کار وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو سره، ډنمارک ۹۰۷ افغانانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړه. خو اوس چې د طالبانو له واکمنۍ پوره شپږ میاشتې تیریږي لاهم ګڼ شمیر پناه غوښتنونکي د خپلو دوسیو د ځواب لپاره د انتظار شیبې شماري.