په آلمان کي له بهر څخه و دغه هيواد د راتلونکو کډوالو او مهاجرو په هکله شکوک او اندېښنې تر پخوا کمي سوي دي. دا موندنه د يو تحقيق په پايلو کي سوېده.
د آلمان د بېرتلسمن بنسټ يو تحقيق کړی چي پايلي يې ښيي، په آلمان کي له بهر څخه راتلونکو کډوالو په هکله د ولس اندېښنې راکمي سوي دي. په داسي حال کي چي ډېر آلمانيان د کډوالۍ سره تړلو ممکنه مثبتو اړخونو او چانسونو په هکله هم غور کوي، خو لا تر اوسه په زيات شمير وګړو کي اندېښنې پاته دي.
د ياد بنسټ د اړوند تحقيق لپاره يوه نظر پوښتنه تر سره سوه چي په پايلو کي يې يادي پايلي رابرسېره سوي دي. د آلمان د خبري آژانس په وينا ياد تحقيق په آلمان کي و راتلونکو کډوالو او مهاجرو ته د ښه راغلاست د کلتور تر عنوان لاندي سوی دی. دغه تحقيق ښودلې چي په آلمانيانو کي چمتو والی زيات سوی چي له دباندي څخه کډوال په آلمان کي ومني.
نظر پوښتنه د کناتار اېمنيد له خوا د ۲۰۲۱ کال د نوامبر په مياشت کي تر سره سوې. په دې ترڅ کي تقريبا ۲۰۰۰ داسي کسان پوښتل سوي چي عمرونه يې له ۱۴ کالو څخه زيات ول. د دغې نظر پوښتني پر بنياد يو تحليل د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۱۶مه نېټه) خپور سوی چي پکښي راغلي چي پايلو روښانه کړې چي په دې ډګر کي «حرکت رامنځته سوی» دی. خو زياته سوې چي د کډوالۍ په هکله ردوونکي او تنقيدي نظرونه لا هم موجود دي.
له پوښتل سوو څخه ۶۸ سلنې ويلي چي آلمان ته د کډوالو راتګ د بهرنيو شرکتونو په راتګ او آلمان کي ميشتولو او په دې توګه د اقتصاد سره مرسته کولای سي. ۵۵ سلنه پوښتل سوي په دې نظر دي چي کډوال په آلمان کي د مسلکي کسانو د کمښت سره په مبارزه کي کومک کولای سي. له پوښتل سوو څخه دريمي برخي ويلي چي کډوالي په آلماني نفوس کي د زړو د شمير د زياتېدو د سرات په کمولو کي مرسته کولای سي. ۴۸ سلنې ويلي چي کډوالي د آلمان د تقاعد د دخل لپاره د لا زياتو عوايدو لامل کيدلای سي. دې ته ورته نظر پوښتنه په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کالونو کي هم تر سره سوې وه، خو هغه وخت مثبت نظرونه کم ول. په نوې نظر پوښتنه کي روښانه سوې چي ۴۸ سلنه آلمانيان په دې نظر دي چي د بشري دلايلو پر اساس بايد آلمان زيات پناه غوښتونکي ومني. دا په داسي حال کي ده چی په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کال ۳۷ سلنه پوښتل سوو دا نظر درلود.
خو په آلماني نفوس کي لا هم د کډوالۍ سره تړلي اندېښنې موجودي دي، که څه چي تر پخوا پکښي کمښت راغلی دی. په دې ترڅ کي له هرو درو پوښتل سوو کسانو څخه دوه يې اندېښنه لري چي زيات کډوال به د آلمان پر سوسيال دولتي نظام فشار راوړي او د ځايي خلکو او کډوالو تر منځ د بحرانونو لامل سي. په پوښتل سوو څخه ۵۶ سلنه يې اندېښنه لري چي د کډوالۍ او مهاجرت له کبله په د آلمان ښوونځي د ستونزو سره مخامخ سي. تقريبا ۵۹ سلنه په دې باور دي چي مهاجرت به په لويو ښارونو کي د اوسېدوني د ځايونو د کمښت ستونزه نوره هم لويه کړي.
خو د تحقيق د پايلو ارزونه تر زياتي اندازې مثبت واقع سوې ده. په زياته د کرونا پاندمي په وخت کي زياتو آلمانيانو ته روښانه سوې چي د مهمو ساحو لکه د زوړ مراقبت، زراعت او ځانګړو خدماتي سيکتورونو کي د کډوالو رول ډېر مهم دی.
د نظر پوښتني د پايلو څخه پوښتل سوې چي د آلمانيانو په نظر کي د پوښتل سوو عمر، تعليمي څرنګوالي او تر يوې اندازې د آلمان په شرق يا غرب کي اوسېدني رول لاره. د مثال په توګه مېرمني د تبعيض ضد قوانيو ته زياته ليوالتيا لري.
آ./ا.ا.