د فرانسې د ۲۰۲۲ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د «لویې ځای پر ځای کېدنې» تیوري د ښې اړخې افراطي ډلې له خوا کارول کېږي. که څه هم دا تیوري د لومړي ځل لپاره نشنلیستانو مطرح کړې وه، خو د فرانسې د جمهوري غوښتونکې نوماندې والرس پکرس د فبرورۍ پر ۱۳مه پاریس کې د یوې غونډې پر مهال یاده اصطلاح وکاروله.
ددغه نوماندان وایي:
ارېک زمور: «لویه ځای پر ځای کېدنه د فرانسې په ټولو سیمو کې روانه ده.» (د جنورۍ ۶، یوروپ ۱ ټلویزیون کې)
والري پکرس: «کوم جبر نشته. نه لوی بې وسه کېدل، نه لویه ځای پر ځای کېدنه.» (د فبرورۍ ۱۳، پاریس کې د یوې غونډې پر مهال)
مانا یې څه ده؟
د «لویې ځای پر ځای کېدنې» تیوري د ۱۹مه پېړۍ په وروستیو کلونو کې مطرح شوه. د فرانسې د نشنلیستي افکارو پلار موریس بارېس په دې آند و چې نوي خلک فرانسه کې د واک اخیستلو په حال کې دي. هغه یهودانو ته اشاره کوله.
له هماغه وخت راهیسې ښې اړخې ډلې یاده اصطلاح کاروي. په ۲۰۱۱ کې نشنلیست لیکوال رنو کامو تر «لویې ځای پر ځایه کېدنې» عنوان لاندې یو کتاب خپور کړ. نوموړی درې کاله وروسته د کرکې د راپارولو په تور د محکمې له خوا محکم شو.
اوسمهال دغه تیوري بله مانا لري: مانا یې دا ده چې په فرانسوي ټولنه کې غیر اروپایي بهرنیان ورو ورو د فرانسویانو ځای نیسي، په ځانګړې توګه افریقایان او مسلمانان. داسې ګومان کېږي چې د نړۍ نخبګانو دا پروسه پلان کړې وي. خو د کوم هدف لپاره؟ دا معلومه نه ده.
د دې تیوري پلویان وایي چې د کډوالو څپې د اروپا د نفوسو بدلولو کې رول لوبوي: مانا یې دا ده چې سپین پوستي او عیسویان پر یوه لږکۍ بدلېږي او مهاجر بیا خپل کلتور او مذهب پرې تحمیلوي.
ولې دا تیوري ناسمه ده؟
د انسي د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰ کې ۶،۸ میلیونه مهاجر په فرانسه کې اوسېدل چې د دې هیواد د نفوسو ۱۰،۲ سلنه جوړوي. د دوی له ډلې ۴۶ سلنه یې افریقایان او پاتې نور یې اروپایان، اسیایان، امریکایان او د اقیانوسیې وګړي دي. دا شمېرې ښيي چې د افریقایانو شمېر دومره نه دی چې د فرانسویانو ځای به ونیسي.
خو د یادې تیوري پلویان وایي چې د «ځای پر ځای کېدنې» یوه مانا دا ده چې د بهرنیانو ترمنځ د زېږېدنې کچه ډېره لوړه ده. څېړنې ښيي چې دا خبره هم ناسمه ده.
د کالژ دو فرانس پروفیسور فرانسوا هېران وایي: «د فرانسویانو او مهاجرو ترمنځ د زېږېدنې کچې توپیر یو ماشوم او نیم دی.» په وینا یې فرانسه کې په هرو شپږو زېږېدنو کې یوه یې بهرنۍ ده.
بل لور ته دویم نسل یا کډوالو ماشومانو ترمنځ د زېږېدنې کچه د فرانسویانو په څېر ټیټه وي. فرانسوا هېران وایي د دغه تیوري پلویان دې ته توجه نه کوي چې راتلونکو نسلونو کې د زېږېدنو په شمېر او کچه کې توپیر راځي.
همدارنګه د فرانس ستراتژي یوه څېړنه چې په ۲۰۲۰ کې خپره شوې ښيي چې کډوالۍ کچه د فرانسې په ټولو سیمو کې لوړه نه ده: ځینې سیمو کې د کډوالو د ماشومانو شمېر زیات دی، لکه په ایل دو فرانس کې، خو ځینې سیمو کې یې شمېر لږ دی، لکه په برتانی کې.