د ارشیف انځور:‌ رویټرز، الکیس کنستانتینیدیس
د ارشیف انځور:‌ رویټرز، الکیس کنستانتینیدیس

یوناني چارواکي وایی چې پرون پنجشنبه د ۸ افغان مهاجرو په ګډون ۱۴ کم سنه کډوال له یونان څخه پرتګال ته لېږدول شوي دي.

د یونان ځایي رسنۍ اکاتېمریني په حواله دغه ډله کې ۸ افغانان، ۴ پاکستانیان، یو بنګله دېشی او یو نایجریایی شامل وو. یاده ډله د یونان د کډوالو په چارو وزارت د بې سرپرسته ماشومانو لپاره ځانګړي استازي اراکلیس مسکوف بدرګه کوله.

پرتګال یو له دغو اروپایي‌ هیوادونو دی چې له یونانه د مهاجرو منلو ته چمتووالی ښوولی دی. تر دې دمه دغه اروپایي هیواد له یونانه ۲۱۳ کم عمره کډوال منلي دي. د نورو ۱۳ اروپایي هیوادونو له خوا د منل شویو کم عمره کډوال شمېر بیا ۱۱۹۴ تنو ته رسېږي.

بیا ولولئ: اروپایي اتحادیه او د مهاجرو بیا مېشتونه

د کډوالۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه «بریالی پروګرام ښيي چې یونان په اغېرناکه توګه د کډوالو د بیا مېشتونې پلان عملي کوي.» 

د کم عمره کډوالو د بیا مېشتونې پروګرام د ۲۰۲۰ له اپریل میاشتې راهیسې یوناني چارواکو پیل کړی دی. یاد وزارت دا پروګرام «د اروپایي هیوادونو ترمنځ د ملاتړ نښه» بولي.

دغه پروګرام د اروپایي کمېسیون، د اروپایي ټولنې غړي هیوادونو، د کډوالۍ نړیوالې ادارې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ، د پناه غوښتنې لپاره د اروپایي اژانس او د یوناني سازمان میتادراسیس په مرسته ترسره کېږي.

 

نورې ليکنې