له کابل څخه بریتانیا ته رسیدلي افغانان. د ارشیف انځور: رویټرز، اګست ۲۰۲۱
له کابل څخه بریتانیا ته رسیدلي افغانان. د ارشیف انځور: رویټرز، اګست ۲۰۲۱

د برتانوي رسنیو په حواله پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته هغه افغانان چې د برتانوي ځواکونو له خوا دغه هیواد ته لېږدول شوي‌ دي، د خپلو ویزو د اعتبار د پای ته رسېدو په هکله اندېښمن دي او وایي چې ښایي بې سنده پاتې شي.

د بي بي سي د یو راپور له مخې تر اوسه دا معلومه نه ده چۍ څومره افغانان د کار موندلو او د کور د کرایه کولو لپاره اسنادو ته اړتیا لري.

دغه افغانان وایي چې که څه هم د دوی د ویزو اعتبار به راتلونکو اونیو کې پای ته رسېږي، خو چا ورته د راتلونکي په هکله څه نه دي‌ ویلي.

په ورته مهال د برتانیا د کورنیو چارو وزارت دغه اندېښنې رد کړې او ویلي یې دي چې «د وېرې او ډار راپارولو» ته اړتیا نشته.

وروسته له هغه چې تېر اګست برتانیا نږدې ۱۵۰۰۰ افغانان له افغانستانه وایستل، د برتانیا د کورنیو چارو وزارت دغو کډوالو ته د ۶ میاشتو لپاره ویزه ورکړه. ټاکل شوې وه چې وروسته به برتانیا کې ورته د اوسېدو دایمي اجازه ورکړي.

خو د برتانیا د قانون ټولنه چې د مدافع وکیلانو استازیتوب کوي وایي هره ورځ افغان کډوال مدافع وکیلانو سره په تماس نیولو وایي چې ویزې به یې په راتلونکو اونیو کې پای ته رسېږي. دغه افغانان وایي چې که څه هم دوی په وار وار له چارواکو څخه د ځواب غوښتنه کړې ده، خو چا ورته نوي اسناد نه دي ورکړي.

د برتانیا پارلمان کې د بحثونو سره سره وزیرانو دا لا نه ده څرګنده چې څومره افغانانو ته به دایمي ویزې ورکول کېږي. دوی ویلي چې په پام کې لري چې د ۶ میاشتنیو ویزو د اعتبار تر پای ته رسېدو مخکې دا پروسه ترسره کړي.

خو اصلي مشکل دا دی چې مهاجر د کور کرایه کولو، د کار موندلو، د بانکي حساب پرانیستلو او د نورو چارو د ترسره کولو لپاره معتبرو ویزو ته اړتیا لري. 

بي بي سي د یو افغان کډوال له قوله چې ۲۰ کلونه یې له برتانیا او متحدانو سره یې دنده ترسره کړې ده وایي‌ چې هغه د خپل وضعیت په هکله ډېر اندېښمن دی. نوموړي چې ځان ته یې کور موندلی او د کار په لټه کې دی وایي څوک ځکه کار نه ورکوي چې وضعیت یې معلوم نه دی.

هغه بي بي سي ته ویلي: «د سپتمبر له وروستیو ورځو راهیسې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت ما ته څه نه دي‌ ویلي.»

په وینا یې:‌ «ویزه مې د فبرورۍ پر ۲۶مه پای ته رسېږي. هڅه مې وکړه چې له چارواکو سره اړیکه ونیسم… خو کوم ځواب مې نه دی ترلاسه کړ. شپږ میاشتې کېږي. نه پوهېږم چې برخلیک به مې څنګه شي. د قانون له مخې دوی باید زما د ویزې د وخت تر پای ته رسېدو مخکې نوې ویزه راکړي. خو نه پوهېږم چې حکومت څه پلان لري…»

په ورته مهال د قانون ټولنې مشرې آی ستېفاني بویس وایي مدافع وکیلانو د کورنیو چارو وزارت څخه په دې اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده. نوموړې زیاتوي: «د کورنیو چارو وزارت باید په بېړنۍ توګه د کار، زدکړې او د کور د کرایې لپاره ټولو ته اسناد ورکړي.»

په ځینو مواردو کې افغانان وایي چې چارواکو شفاهي ډاډ ورکړی دی چې سندونه به ورکړي. 

د کورنیو چارو وزارت یو ویاند بیا مدافع وکیلان «د وېرې په راپارولو» تورن کړي دي. نوموړي ویلي: «هغه افغانان چې برتانیا کې مېشت شوي دي، کار، زدکړې او روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي‌ حق لري او له دولتي مرستو غوښتنه هم کولی شي.»

 

نورې ليکنې