په یوه ایټالوۍ کښتۍ کې د اور لګیدنې له امله لاهم ۱۱ مسافر لادرکه دي. انځور:رویټرز فبروري ۱۹
په یوه ایټالوۍ کښتۍ کې د اور لګیدنې له امله لاهم ۱۱ مسافر لادرکه دي. انځور:رویټرز فبروري ۱۹

یوه کښتۍ چې د جمعې په ورځ له یونان څخه د ایټالیا پر لور په حرکت کې وه اور اخیستۍ چې په کښتۍ کې سپاره ۲۸۱ مسافر ژغورل شوي او ۱۱ نور لادرکه دي.

 رویټرز خبري آژانس ته د یونان سمندري ځواکونو د شنبې په ورځ وویل چې د دویمې ورځې لپاره هم د اور وژنې هڅې روانې وې.

د «یوروفری المپیا» په نامه دغه ایټالوۍ کښتۍ چې ټولټال ۲۹۲ مسافر او عمله په کې سپاره ول له یونان څخه د ایټالیا جنوب «بریندیزي» بندر ته د حرکت په حال کې وه چې له حرکت څخه دوه ساعته وروسته يي اور واخیست.

د یکشنبې په سهار د ژغورونکو ډلې په دې بریالي شول چې له ۱۲ ورکو شویو له ډلې یوتن مسافر و ژغوري. د نورو ۱۱ ورکو شویو د ژغورنې عملیات لاهم دوام لري.

نور ولولئ: تېرو دوو ورځو کې تر ۱۴۰۰ ډېر مهاجر ایټالیا ته رسېدلي دي

د ژغورونکو مسافرو په ډله کې دوه تنه افغانان هم شامل دي چې د چارواکو په خبره دوې د کښتۍ د مسافرو په لیست کې شامل نه و. دغه چاره داسې ویره رامنځ ته کړې چې ښايي په ورکو شویو کسانو کې داسې مسافرهم وي چې په ناقانونه ډول يي د سفر پلان درلود.

که څه هم د اورلګیدنې د څرنګوالي په اړه ډیر جزیات نشته خو ویل کیږي چې د ۱۸۳ مترو په اندازه دغه لویه کښتۍ د تخنیکي ستونزو له امله اور اخیستی.

د یونان سمندري ساتونکي وايي چې د کښتۍ لا درکه شوي مسافرین د بلغاریا، یونان، ترکیې او لیتوانیا اوسیدونکي دي چې د دوې خپلوان د سختو خبرونو لپاره د انتظار شیبې شماري. د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې په کښتۍ کې ۱۲۸ بلغاریايي اتباع سپاره ول چې ګڼ شمیر يي د ټیلر موټر چلوونکي و.

یاده کښتۍ چې ۹ ساعته سفر يي پیل کړی و ۱۵۳ ټیلر هم په کې ځای پر ځای شوي و. د جمعې په ورځ د یونان د سمندري ځواکونو لخوا خپاره شوي ویډیو ګانو کې ښکاره کیدل چې د کښتۍ د ننه د ټیلر موټرې د سوځیدو په حال کې دي او لوګي ترې پورته کیدلې.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( IOM ) د معلوماتو له مخې، روان کال کې اروپا ته پر لار ۱۵۶ کډوال د مدیترانې په سمندر کې خپل ژوند له لاسره ورکړی.

 

نورې ليکنې