له ایران سره پر پوله د ترکیې سرحدي ځواکونه. انځور: پیکچر الیانس. اګست ۲۰۲۱
له ایران سره پر پوله د ترکیې سرحدي ځواکونه. انځور: پیکچر الیانس. اګست ۲۰۲۱

«آزا» هغه افغانه نجلۍ ده چې له ۷ میاشتو پیاده مزل وروسته يي له افغانستان څخه ځان ترکیې ته رسولې وه اوس په ناروې کې يي د پناه غوښتنه کړې.

د ترکیې د حریت ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې دغه ۱۶ کلنه نجلۍ له ایران څخه د ترکیې ختیځ وان ولایت ته له اوښتو وروسته د سرحدي پولیسو لخوا و نیول شوه خو وروسته بیا د دغه ولایت والي محمد امین بیلمیز او میرمن يي د نړیوالو اداره په مرسته دغه نجلۍ ناروې ته واستوله.

په سړه هوا کې د شپې پیاده مزل، په آزاده فضا کې د شپې سبا کول او حتی د جنسي تیري او د مرګ ګواښ هغه ستونزې دي چې دغه کم عمره نجلۍ ترکیې ته په لاره کې ورسره مخامخه شوې.

آزا چې له څلور زره کیلومتره سفر وروسته يي ځان ناورې ته رسولې وايي چې د یوه ښه ژوند په هیله يي اوس دغه هیواد کې د پناه غوښتنه کړې.

دغه افغانه نجلۍ رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې يي د خطر احساس کاوه نو ځکه يي د کډوالۍ دغه خطرناکه سفر غوره کړ.

نور ولولئ: ترکیه کې د افغانانو په ګډون ۷۰۰ ناقانونه کډوال نیول شوي

آزا یوازینۍ افغانه نه ده چې پر دغو خطرناکو لارو يي ځان اروپا ته رسولې بلکه زرګونه افغان ځوانان له ورته برخلیک سره مخامخ دي او هڅه کوي چې په ناقانونه لارو د ایران او ترکیې له لارو ځانونه اروپا ته ورسوي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا ډول کډوالیو کچه  نوره هم ډیره شوې. یو شمیر افغانان په ناقانونه ډول له پولو د اوښتو هڅه کوي.

د یادولو ده چې په ۲۰۲۱ کال کې ټولټال ۱۴۳۰۰ کډوال او ۵۰۰ انساني قاچاق وړونکي چې په ناقانونه ډول ترکیې ته د ننه شوي ول یوازې په وان ولایت کې نیول شوي.

ترکیه په دغه ایالت کې له ایران څخه د کډوالو د اوښتو د مخنیوي لپاره تدابیر سخت کړي او پر پوله يي دیوال هم رغولی. د دغه هیواد ولسمشر له وړاندې ویلي چې هیواد يي د نورو افغان کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.

 

نورې ليکنې