آرشيف انځور ـ د آيټاليې د سمندر ساتو کښتۍ | Photo: picture-alliance/dpa/Valeria Ferraro/SOPA Images/ZUMA Press Wire
آرشيف انځور ـ د آيټاليې د سمندر ساتو کښتۍ | Photo: picture-alliance/dpa/Valeria Ferraro/SOPA Images/ZUMA Press Wire

د ايټاليې سمندري ځواکونو اعلان کړی چې د دوشنبې او سه شنبې په شپو يي له مدیترانې څخه ساحل په ۱۰۰ کیلومترۍ کې شاوخوا ۶۰۰ مهاجر ژغورلي دي او د یوتن مړی يي موندلی.

د فرانس پرس خبري آژانس لیکلي چي د ايټاليې د کالابريا له ساحل څخه تقريبا په ۱۰۰ کلومترۍ کي تر سره شوو دغو ژغورونکو عملياتو کي سمندري ځواکونو يوه لويه بېړۍ او درې چټکي وړې کښتۍ برخه والي وې. د ژغورونکو چارواکو په وينا په اوبو کي يې يو مړی هم موندلی دی چي اټکل کوي څو ورځي تر مخه مړ شوی ؤ.

ويل کیږي چې په ټوليزه توګه ۵۷۳ مهاجر د کب نېونې له يوې داسي کښتۍ څخه ژغورل شوي چي تر اندازې زيات سپرلي پکښي سپاره ول. چارواکو ويلي چي په ژغورل شوو کي ۵۹ کم عمره کسان هم شامل ول چي اکثره يې بېله کوم سرپرست د ملګرۍ دغه سفر پېل کړی ؤ.

زياته شوې چي له ژغورل شوو څخه د يو کس روغتيايي حالت داسي خراب ؤ چي بايد په عاجله توګه و وچي ته انتقال کړل شوی وای. د چارواکو د معلوماتو پر اساس پاتي نور کسان د «ديچيوتي» په نوم بېړۍ ته انتقال شوي دي کوم چي د سيسلي ټاپو و اوګوستا بندر ته پر لاري دی.

د مهاجرت د نړيوال سازمان په وينا مديترانه د مهاجرت له پاره يوه له تر ټولو خطرناکو لارو څخه ده. خو سړه هوا او خراب موسم هم د دې نه لامل کيږي چي پر دغه لاره د مهاجرت په هڅو کي توقيف راسي. د ياد سازمان په وينا د روان کال له پېل راهيسي ۱۰۷۵۰ مهاجر له همدغي سمندري لاري اروپا ته رسېدلي دي. په ياده موده کي لږ تر لږه ۲۲۹ کسان مړه سوي هم دي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې