روسیې ته د اوکرایني کډوالو ننوتل. انځور: آرشیف. کریډت: پنکچر الاینس
روسیې ته د اوکرایني کډوالو ننوتل. انځور: آرشیف. کریډت: پنکچر الاینس

پر اوکراین د روسیې له یرغل سره اوس یو مشیر اروپايي هیوادونو د اوکرایني کډوالو د نویو څپو لپاره چمتو والی ښودلی. بل پلو یوه افغانه کورنۍ چې د طالبانو له ولکې وروسته اوکراین ته استول شوې وه په دغه هیواد کې بند پاتې.

ملګري ملتونه خبردارۍ ورکړی چې له اوکراین سره د روسیې جګړه به د دې لامل شي چې میلیونه خلک له خپلو کورونو بې ځایه او د کډوالۍ یوه نوې څپه به رامنځ ته شي.

د پولنډ چمتووالی

پولنډ چې له اوکراین سره په ختیځه برخه کې اوږده پوله لري او له وړاندې د ۱،۵ میلیونه اوکرایني کډوالو کوربه دی وايي چې د شاوخوا یو میلیون نور اوکرایني کډوالو کوربه توب ته چمتو دی.

د پولنډ د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ فرانس پرس خبري آژانس ته وویل چې د روسیې او اوکراین د جګړې له امله د احتمالي بشري ناورین لپاره له وړاندېې بیړني پلانونه په پام کې نیول شي.

یاد وزارت وویل« پولنډ د دغه کړکیچن حالت په تړاو مختلفو سناریو ګانو لپاره چمتو والی نیسي.»

د اوکراین د دغه ګانډ هیواد لومړی وزیر ماتیس موراویکي یوه کاري ډله جوړه کړې ترڅو د اوکران کډوالو لپارد لوژستیک، ټرانسپورټ،روغتیايي او تعلیمي اړتیاوو په برخه کې کار وکړي او دغه اړتیاوې په ګوته کړي.

د پولنډ د پوهنې وزیر هم ویلي چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د اوکرایني ماشومانو او ځوانانو هرکلي ته چمتو دی.


اروپايي ټولنې د سه شنبې په ورځ وویل چې د اړتیا په صورت کې به له پولنډ سره د اوکرایني کډوالو د منلو په برخه کې اقتصادي مرستې وکړي او همدغه راز به د اروپا د پناه غوښتنې ادارې «یورو پول» او د اروپا د سرحدونو اداره به له دې سره په ګډه کار وکړي.

 د رومانیا او سلواکیا چمتووالی

رومانیا د اوکراین هغه ګاونډ هیواد دی چې خپله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی ویلي چې تمه نه لري چې ګڼ شمیر اوکرانیان يي خاورې ته کډوال شي خو دغه هیواد ویلی چې ۵۰۰ زره اوکرایني کډوال به و مني.

د رومانیا دفاع وزیر واسیلي د سه شنبې په ورځ وویل چې د دغه شمیر کډوالو لپاره چمتووالی لري او زیاته يي کړه چې هیواد يي کولای شي له اوکرین سره په ۶۵۰ کیلومترۍ پولې په لویو ښارونو کې د استوګنې مرکزونه جوړ کړي.

د اوکراین په ختیځ کې بل اروپايي هیوا سواکیا هم ډاډ ورکړی چې له اوکراین څخه د احتمالي کډوالو د څپو لپاره چمتووالی لري. د دغه هیواد دفاع وزیر یاروسلاوناد د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:« د پناه غوښتونکو څلور کمپونه چمتو دي ترڅو اوکرایني پناه غوښتونکو ته ځای ورکړي.»

د هنګري لومړی وزیر ویکتور اوربان چې د کډوالۍ په اړه د سخت دریځۍ له امله مشهور دی ویلي چې چمتو دی د اوکراین کډوال و مني. نوموړی په دې وروستیو کې ویلي و چې د جګړې په پر مهال که میلیونونه نه وي خو په سلګونه زره اوکرانیان به هنګري ته راشي او د هیواد سیاسي او اقتصادي وضعیت به بدل کړي.

په اوکراین کې د یوې افغانې کورنۍ بند پاتې کیدل

جاوید احمد حقمل چې په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو سره ترجمان و د طالبانو له راتګ وروسته د تیر کال په اګست میاشت کې په یوه پوځي الوتکه کې د اوکراین کیف ښار ته و تښتید.

نوموړی چې له شپږو میاشتو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په کیف ښار کې دی کانا ډا ته د تګ انتظار باسي.

دغه افغان ځوان رویټر خبري آژانس ته ویل چې د کاناډا د بیروکراسۍ له امله دغلته بند پاتي او خپل امید يي اوس له لاسه ورکړی. هغه وايي چې میرمن يي حامله ده او مور يي د شکرې او اضطراب ناروغۍ لري خو هیچ چا ورسره مرسته نه ده کړې.

 

نورې ليکنې