ملګري ملتونه اټکل کوي چې شاوخوا ۱۰۰ اوکرانیان به د جګړې له امله بې ځایه شي. انځور: پیکجر الیانس. فبروری ۲۰۲۲
ملګري ملتونه اټکل کوي چې شاوخوا ۱۰۰ اوکرانیان به د جګړې له امله بې ځایه شي. انځور: پیکجر الیانس. فبروری ۲۰۲۲

په اوکراین کې د روانې جګړې له امله دغلته میشت یو شمیر افغانان چې په دې وروستیو کې اوکراین ته تللي هڅه کوي چې له هغه ځایه نورو اروپايي هیوادونو ته ولاړ شي.

د افغانستان یو پخوانی پیلوټ سید عمر شاه امیر چې د طالبانو له راتګ وروسته د اوکرایني چارواکو لخوا له کابل څخه وویستل شو اوس د اوکراین په ادیسه ښار کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای اوسیږي او هڅه کوي د یو خوندي ژوند په موخه اروپا ته ځان وباسي.

سید عمر شاه امیر چې له وړاندې په اوکراین کې اوسیده د کابل له سقوط وړاندې د خپل کورنۍ لیدو لپاره کندهار ته ولاړ. دغه افغان چې له اوکرایني چارواکو سره يي په کابل کې د تخلیي په عملیاتو کې هم مرسته کوله وايي چې د اګست په ۲۴ مه د اوکرایني چارواکو لخوا له ۱۰۳ نورو افغانانو سره په یوه الوتکه کې د اوکراین کیېف ښار ته واستول شو.

د پنځو اولادونو دغه پلار کډوال نیوز سره په خبرو کې نن جمعه وویل چې په اوکراین کې د جګړې له امله د خپلې کورنۍ په اړه اندیښمن دی او نه پوهیږي څه وکړي.

سید عمر شاه وویل:« د لته جګړه شروع شوه اوس مجبوره یو چیرته و تښتو خو نه پوهیږو چیرته ولاړ شو. څوک نشته چې له مونږ سره مرسته وکړي. ګراني هم ده.»

سید عمر شاه امیر د اوکراین په ادیسه ښار کې. انځور: سید عمر شاه.
سید عمر شاه امیر د اوکراین په ادیسه ښار کې. انځور: سید عمر شاه.

نوموړی اوس له نورو افغانانو سره یو ځای هڅه کوي چې له اوکراین څخه اروپايي هیوادونو ته ولاړ شي. سید عمر شاه تیره ورځ پولنډ ته د سفر ټکټ پسې را وتی و خو وايي چې ټکټ يي پیدا نه کړ. نوموړی اوس اړ دی چې اروپا ته د تګ لپاره یوه بله لاره غوره کړي.

 هغه چې د سبا لپاره سفر ته چمتووالی نیسي د جمعې په ورځ وویل:« مونږ له نورو افغانانو سره یو ځای پریکړه وکړه چې د رومانیا له لارې اروپا ته ولاړ شو. سبا سهار وختي له ملي بس سره مو خبره کړې تر څو مونږ پولې خوا ته و لیږدوي.»

ویل کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو له ولکې وروسته شاوخوا ۷۰۰ تنه اوکراین ته استول شوي چې په دې کې یوازې ۴۰۰ يي افغانان دي.

نور ولولئ:اروپايي هیوادونه د سلګونه زره اوکرایني کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی

له اوکراین څخه اروپا ته د کډوالۍ نوې څپه

ملګري ملتونونه اټکل کوي چې پر اوکراین د روسیې د برید له امله به شاوخوا ۱۰۰ خلک په کور دننه بې ځایه شي او زرګونه نور به هیواد پریښودو ته اړ شي. یادې ادارې له اروپايي هیوادونو غوښتي چې له جګړې څخه د تیښتې خلکو لپاره دې خپلې پولې پرانیزې.

اروپايي هیوادونه بیا له اوکراین څخه د کډوالۍ د نویو څپو لپاره چمتو والی نیسي. پولنډ چې له اوکراین سره په ختیځه برخه کې اوږده پوله لري او له وړاندې د ۱،۵ میلیونه اوکرایني کډوالو کوربه دی وايي چې د شاوخوا یو میلیون نور اوکرایني کډوالو کوربه توب ته چمتو دی.

 

نورې ليکنې