طالب وسله وال په کابل کې. انځور: رویټرز، د اګست ۲۹مه
طالب وسله وال په کابل کې. انځور: رویټرز، د اګست ۲۹مه

طالب وسله والو له افغانستان څخه د خلکو پر وتلو بندیزونه لګولي دي. د طالبانو ویاند پرون یکشنبه وویل چې هغه ښځې چې شرعي محرم ورسره نه وي او دغه راز هغه کسان چې له «عذر» پرته غواړي له افغانستانه ووځي، مخه یې نیول کېږي. بل لور ته له افغانستان څخه د ناټو او امریکا د پخوانیو همکارانو پر وتلو بندیز لګول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له څو ورځو راهیسې د افغانستان په پلازمېنه او ځینو شمالي ولایتونو کې د خلکو د کورونو تلاشي هم پیل کړې ده.

پرون یکشنبه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوې خبري‌ غونډې ته وویل چې له افغانستانه نورو هیوادونو ته د افغانانو پر سفر بندیز لګول شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې له دې وروسته ښځې د شرعي محرم پرته له هیواده نه شي وتلی. همداراز هغه کسان چې «موجه عذر» نه لري بهر ته سفر نه شي کولی. 

مجاهد زیاته کړه چې هغه محصلینې چې له بهرنیو هیوادونو څخه تحصیلي‌ بورسونه ترلاسه کړي دي، بهر ته یې د تلو لپاره باید یوه لاره وسنجول شي.

په وینا یې په بهرنیو هیوادونو کې ځینې افغانان په خراب وضعیت کې ژوند تېروي او طالبان نه غواړي چې نور افغانان هم له ورته برخلیک سره مخ شي.

د یادولو ده چې طالبانو تېر دسمبر افغانستان کې دننه د ښځو پر سفر محدودیتونه وضع کړي وو. د دغې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په یوه لارښود کې راغلي وو چې موټر چلوونکي باید بې حجابه مېرمنې موټر ته سپرې نه کړي او هغو ښځو ته چې له ۷۲ کیلومترو اوږده سفرونه ولري خو محرم ورسره نه وي په موټر کې ځای ور نه کړي.

د ناټو او امریکایي ځواکونو د پخوانیو همکارانو پر سفر بندیز

په ورته مهال هشت صبح ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې داسې یو سند ته یې لاسرسی موندلی چې له مخې یې طالبانو له افغانستانه د هغو کسانو پر وتلو بندیز لګولی دی چې له ناټو او امریکایي ځواکونو سره یې دنده ترسره کړې ده. دې سند کې له سرحدي کمیساریو څخه غوښتل شوي دي چې د دغو کسانو د وتلو مخنیوی وکړي. یاد مکتوب کې چې د سلواغې په ۱۹مه د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو عمومي ریاست د عبور، کنترول او فضایي امنیت مدیریت ته استول شوی راغلي، چې د هوا او ځمکې له لارې باید د ناټو او امریکایي ځواکونو پخوانیو همکارانو ته له افغانستانه د سفر اجازه ور نه کړل شي.

بیا ولولئ: د طالبانو له راتګ سره د قاچاقچیانو بازار نور هم تود شوی

یاده ورځپاڼه زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو عمومي ریاست د کابل هوایي‌ ډګر قوماندانۍ او دغه راز سرحدي کمیساریو ته هدایت ورکړی دی چې هغو کسانو ته د خروج اجازه ور نه کړي چې د ناټو او امریکا په بلنه له هیواده د وتلو هڅه کوي.

دا مکتوب د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو عمومي مشر لاسلیک کړی دی او ټولو سرحدي کمیساریو او د هوایي‌ ډګرونو مدیریتونو ته استول شوی دی.

دا مهال افغانستان کې زیات شمېر هغه کسان چې له بهرنیو ځواکونو سره یې دنده ترسره کړې ده بند پاتې دي. لږ مخکې افغان قاضي ګل محمد چې د مخدره توکو سره د مبارزې په محکمه کې دنده ترسره کړې وه کډوال نیوز سره خبرو کې ویلي‌ وو چې ژوند یې د طالبانو له خوا په خطر کې دی. دا محکمه بهرنیانو تمویلوله او د نوموړي‌ قاضي په حواله دوی له بهرنیانو سره ښې اړېکې درلودې او ورسره یې یو ځای کار کاوه.

بیا ولولئ: افغان قاضي:‌ «د ګواښونو له امله له ژونده په تنګ راغلی یم»

تېره میاشت د ملګرو ملتونو ادارې یوه راپور کې راغلي وو چې طالبانو له واک ته رسېدو راهسې تر ۱۰۰ ډېر پخواني افغان چارواکي، امنیتي ځواکونه او هغه کسان وژلي دي چې له بهرنیو ځواکونو سره یې دنده ترسره کړې ده. د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوترېش ویلي وو چې د قربانیانو څه باندې «دوه پر دویمه برخه» د طالبانو او د طالب پلویانو له خوا له محاکمې پرته وژل شوي دي.

کابل او ځینو شمالي ولایتونو کې کور په کور تلاشي

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له څو ورځو راهیسې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د «چاڼیزو عملیاتو» په نامه د ولسي وګړو د کورونو پلټنې پیل کړې دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپله ټویټر پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې چې له مخې یې دغه عملیات د کورنیو او دفاع چارو وزارتونو او همداراز استخباراتي ځواکونو له خوا ترسره کېږي او مشري یې د دفاع وزات مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم کوي.

اعلامیه کې راغلي چې دا عملیات د دې لپاره پیل شوی چې دغو سیمو کې «شر اچوونکي، انسان تېښتوونکي او نور مجرمین» ونیول شي. یاده اعلامیه کې زیاته شوې ده چې دغه کسان له دې وړاندې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا تر کشف او تحقیق لاندې وو او عملیاتو کې به نورو خلکو زیان و نه رسېږي.

بیا ولولئ: مزار شریف: طالبانو له یوه کور هغه ۴۰ کسان نیولي چې «بهر ته یې د تلو هڅه کوله»

خو پر خواله رسنیو خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې بیا ښيي چې طالب وسله وال له اجازې پرته د خلکو کورونو ته ننوتلي او د د تلاشۍ په جریان کې یې ان د ښځینه جامو بکسونه تلاشي او د دروازو قفلونه مات کړي دي.

د کابل یو پخوانی اوسېدونکی د خپل نوم د نه ښودلو په شرط کډوال نیوز ته وایي چې طالبانو د تېرې جمعې ماښام له خوا له قانوني جواز پرته او په داسې حال کې چې کومه ښځه په ډله کې نه وه د ده پر کور یرغل کړی دی. هغه وایي: «مور مې په وار وار ورته وویل چې څو ورځې مخکې یې طالبانو کور تلاشي کړی دی، اوس دلته محرم نشته. خو طالبان یې خبرو ته غوږ نه نیسي او کور ته یې ننوزي.»

له کابله ایستل شوی یو بل افغان وایي چې طالبان د شنبې په شپه د خیرخانې ۳۱۵ سیمه کې د دوی کور ته ننوتلي دي. هغه چې اوس په بهر کې اوسېږي د خپلو کورنیو د غړو له قوله وایي‌ چې د طالبانو ډله کې کومه ښځه نه وه او خبرې یې په پښتو کولې. د نوموړي‌ په خبره وسله والو د کور له وسایلو سره بې پروایي کړې، ځینې شیان یې غلا کړي او له ځان سره یې وړي دي. 

بیا ولولئ: افغان خبریال: «که افغانستان کې پاتې شم، د طالبانو له خوا وژل کېږم»

همدارنګه ځینو کسانو پر خپلو فېسبوک پاڼو لیکلي چې طالبانو یې د کورنۍ غړو ته سپکاوی کړی او ځینې کسان یې وهلي ټکولي دي. ځینو نورو ویلي چې طالب وسله وال له شخصي کالیو او پیکا او راکټ سره له قانوني جواز پرته د کور په کور تلاشۍ پر مهال خلک ځوروي او ورسره بد او تاوتریخجن چلند کوي. دوی وایي چې پوځیان د وسلو د پلټلو په پلمه د خلکو کورونو ته ځي خو ان د ښکار وسلې ترې ټولوي.

 

نورې ليکنې