د ارشیف انځور: رویټرز
د ارشیف انځور: رویټرز

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې تېره شنبه پر څلورو کښتیو سپاره ۱۳۲ کډوال د انګلیس کانال له لارې دغه هیواد ته رسېدلي دي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت له مخې تېره شنبه ۱۳۲ مهاجرو د انګلیس کانال له لارې ځانونه برتانوي سواحلو ته رسولي دي. یاد کډوال پر څلورو کښتیو سپاره وو. 

تر دې دمخه د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې تېر کال دغه هیواد ته د انګلیس کانال له لارې د رسېدلو کډوالو شمېر ۲۸۵۲۶ کسانو ته رسېږي چې د ۲۰۲۰ کال پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي.

سږ کال تر دې دمه ۱۴۰۰ کډوالو په وړو کښتیو کې د یاد کانال له لارې برېتانیا ته ځان رسولی دی.

بل پلو د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تېره شنبه د ګري نې د ژغورنې او نظارت د سیمه ییزو عملیاتي مرکز د دنکرک په ساحلي اوبو کې ۴۰ تنه ژغورلي دي چې کښتۍ یې د ډوبېدو په حال کې وه. یاد کسان دنکرک بندر ته تر انتقال وروسته سرحدي پولیسو او روغتیایي چارواکو ته سپارل شوي دي.

د یادولو ده چې تېره اونۍ د برېیتانیا استخباراتي کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې شاوخوا نیم میلیونه افغانان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي چې ګڼ شمېر يې اروپا او بیا د انګلیس کانال له لارې بریتانیا ته روان دي. بریتانوي چارواکو د کډوالۍ د دغې نوې څپې سره د مقابلې لپاره خبرې کړې وې.

همدارنګه د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې فرانسوي چارواکو ویلي وو چې ټاکل شوې ده چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو د اوښتو د مخنیوي لپاره د فرانسې په شمالي سواحلو کې امنیتي کمرې ولګول شي. 

 

نورې ليکنې