لېسبوس ټاپو ته نږدې د کډوالو یوه بېړۍ. انځور: پېکچر الاینز، دي پې اې، ز. بالوګ
لېسبوس ټاپو ته نږدې د کډوالو یوه بېړۍ. انځور: پېکچر الاینز، دي پې اې، ز. بالوګ

یوناني چارواکي وایي نن سه شنبه سهار د لېسبوس ټاپو په یوه ساحل کې د شپږو کډوالو مړي موندل شوي دي. ویل کېږي چې دوی د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د احتمالي قربانیانو لټون روان دی.

د یونان د ساحلي ځواکونو د لومړنیو معلوماتو له مخې څلور مړي مېتیلین بندر ته نږدې د انو سکالا په ساحل کې د سیمې د یوه اوسېدونکي له خوا موندل شوي دي. په وینا یې دوه نور مړي بیا له اوبو څخه ایستل شوي دي.

موندل شویو کې درې نارینه او درې ښځې شاملې دي چې هېڅ یوه یې د ژغورنې واسکټونه نه درلودل. د ساحلي ګارد د اړیکو مرکز د یوه مسول حواله د کډوالو مړي د پلټنو لپاره د لېسبوس عدلي طب روغتون ته لېږل شوي دي.

بیا ولولئ: د یونان سمندر کښتۍ ډوبېدنې درېو پېښو کې د مړو شمېر ۴۵ کسانو ته رسېدلی

 ساحلي ځواکونو ویلي چې دغه کسان «بهرنیان» دي او دوی د نورو احتمالي مړو یا داسې کسانو په لټه کې دي چې ښایي ژوند یې په خطر کې وي.

د یوې ځایي سرچینې په حواله د سرحدي پولیسو درې کښتۍ او یوه چورلکې د لټون عملیاتو کې برخه لري. پولیسو زیاته کړې چې تر اوسه یې د یادو مهاجرو کښتۍ نه ده موندلې.

بیا ولولئ: اژه سمندر: د یونان په یو ساحل کې د یو درې کلن ماشوم مړی موندل شوی دی

ډېری کډوال لویدیزو اروپایي هیوادونو ته د رسېدو په موخه لومړی لېسبوس ټاپو ته ځان رسوي. له تېرو څو کلونو راهیسې یونان د اروپا د پولې ساتنې ادارې په مرسته اژه سمندر کې د کډوالو د مخنیوی لپاره سخت تدابیر نیولي دي.

په ۲۰۱۵ کې د کډوالۍ کړکېچ پر مهال نږدې یو میلیون مهاجر د یوناني ټاپوګانو له لارې ځانونه اروپا ته رسولي وو.

 

نورې ليکنې