د ارشیف انځور:‌
د ارشیف انځور:‌

ترکي چارواکي وایي‌ اژه سمندر کې یې هغه ۷۵ کډوال ژغورلي دي چې د یونان ساحلي ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي وو. چارواکي زیاتوي چې په ورته مهال یې د ترکیې په ختیځو او سوېلي سیمو کې ۱۴۰ سند نه لرونکي‌ کډوال نیولي دي.

د ځایي رسنیو په حواله ترکي‌ ځواکونو د بالک شهر د ایوالېک په ساحلي اوبو کې هغه ۳۵ مهاجر ژغورلي دي چې یوناني چارواکو له خپلو اوبو په شا تمبولي وو.

همدارنګه د موګلا ولایت د بودروم او داچا ولسوالیو په ساحلي اوبو کې ۴۰ تنه نور مهاجر ژغورل شوي دي. د ترکي رسنیو له مخې دوی هم یونان چارواکو د ترکیې پر لور شړلي وو.

ترکیې او بشري سازمانونو په وار وار یونان د کډوالو په شا تمبولو تورن کړی دی. خو یونان بیا دغه ادعا بې بنسټه بولي.

بیا ولولئ: ترکي چارواکي وایي د یونان ساحلي ځواکونو درې کډوال سمندر ته غورځولي دي

د یادولو ده چې پرون سه شنبه د لېسبوس ټاپو په یو ساحل کې د شپږو کډوالو مړي وموندل شول چې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د ۱۴۰ مهاجرو نیونه

په ورته مهال، ترکي ځواکونو د وان ښار په اپېکیولو ولسوالۍ کې هغه ۱۱۶ افغانان نیولي دي چې په یوه وچ ډنډ کې یې ځانونه پټ کړي وو.

بیا ولولئ: ترکیه کې د افغانانو په ګډون ۷۰۰ ناقانونه کډوال نیول شوي

زیاته شوې چې دوه تنه نور بیا د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.

دغه راز د ترکیې په ګازیانېپ او کیلیس سیمو کې ۲۴ سوریایي کډوال نیول شوي دي. 

چارواکو هغه څلور ترکیان هم نیولي چې ویل کېږي د مهاجرو په قاچاق کې یې لاس درلود.

 

نورې ليکنې