د کورنيو چارو وزيره پريتي پټېل د مهاجرت په تړاو سياست سختول غواړي | انځور: پېکچر الاینز
د کورنيو چارو وزيره پريتي پټېل د مهاجرت په تړاو سياست سختول غواړي | انځور: پېکچر الاینز

په لندن کي د پارلمان دويمي خوني د بريتانوي حکومت هغه شخړيز پلان د ځنډ سره مخامخ کړ چي غواړي د پناه غوښتني سياست سخت کړي.

د بريتانيې د مشرانو جرګې يا «هاوس اف لارډز» د دوشنبې په ماښام په ښکاره اکثريت سره د پناه غوښتنې د قوانينو په تړاو حکومتي شخړيزه مسوده رده کړه. په لندن کي حکومت غوښتل چي د پناه غوښتني په اصولو کي په بدلون راوستلو سره هغه مهاجر مجرم وبولي چي په غيرقانوني لارو بريتانيا ته راځي. 

د بريتانوي حکومت پلان دا ؤ چي هغه مهاجرو ته د نورو په پرتله کم حقونه ورکړي چي په غيرقانوني لاره بريتانيې ته راغلي وي. د حکومتي پلان له مخي ياد ډول مهاجرو ته د کمو چانسونو ورکولو تر څنګ په بعضي شرايطو کي آن د هغوی د زنداني کولو اراده موجوده ده. 

د بوريس جانسن محافظه پال ګوند غواړي چي په نوو سختو شرايطو او قوانينو سره مهاجر وبېروي چي هغوی د کښتيو له لاري و بريتانيا ته د مهاجرت کولو لپاره زړه ښه نه کړي. په تيرو مياشتو او کالونو کي په زرهاؤ مهاجر د کوچنيو کښتيو په مرسته د مانش کانال له لاري بريتانيې ته رسېدلي دي.

د «هاوس آف لارډز» استازي او د کارګر ګوند سياستوال، الفرېډ ډبس د حکومت د ياد شخړيز پلان په هکله وويل: «دا په بشپړه توګه يو حماقت او د نه عمل وړ پلان دی چي د نړۍ په سترګو کي به د دغه هيواد حيثيت راټيټ کړي.» نوموړی سياستوال يو وخت په خپله د آلمان له نازيانو څخه په تېښته بريتانيې ته مهاجر سوی ؤ. د پارلمان يادي خوني له ۲۰۴ غړو د حکومتي مسودې پر ضد او ۱۲۶ يې په حق کي خپلي رايي وکارولې.

د هغه وروسته چي د مشرانو جرګې اوسنۍ مقننه مسوده رده کړه، اوس به دغه مسوده بېرته له سره د استازو جرګې ته لېږل کيږي. د استازو يا ولسي جرګه به په دغه مسوده کي تغيرات راولي او بيا به يې رايه اچونې ته وړاندي کوي. که نوې مسوده د استازو په جرګه کي ومنل سي نو بيا به له سره د مشرانو جرګې ته وړاندي کيږي. د بوريس جانسن د حکومت په اوسنۍ مسوده کي د يادو سختيو تر څنګ د مهاجرت او پناه غوښتني په تړاو يو شمير نورو محدوديتونه هم شامل دي. د بريتانيې د کورنيو چارو وزيره پريتي پټېل چي پخپله د مهاجرت شاليد لري، غواړي چي په بريتانيه کي د مهاجرت قوانين سخت کړي.

د بريتانيې حکومت په اوکراين کي د وضعې د کړکېچني کېدلو وروسته تر لا سخت فشار لاندي راغلی دی چي د مهاجرت په تړاو خپل سخت سياست کي نور محدوديتونه او سختۍ رامنځته نه کړي. دا په داسي حال کي چي اروپايي اتحاديې د اوکراين څخه ممکنه مهاجرو ته په منل کېدلو سخاوتي پلان وړاندي کړی دی. جانسن د سه شنبې په ورځ په پولنډ کي وويل چي بريتانيه به په «کافي اندازه» اوکرايني مهاجرو ته ځای ورکړي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې