یو جسد د لېسبوس ټاپو ساحل کې. انځور: پېکچر الاینز
یو جسد د لېسبوس ټاپو ساحل کې. انځور: پېکچر الاینز

یوناني چارواکي وایي پرون چهارشنبه د لېسبوس ټاپو په ساحل کې یو بل مړی موندل شوی دی. له دې سره یاد ساحل کې د موندل شویو کډوالو مړو شمېر ۷ تنو ته رسېږي.

له هغه وروسته چې د سه شنبې په ورځ د لېسبوس ټاپو په یوه ساحل کې شپږ مړي وموندل شول، د یونان ساحلي ځواکونه وایي پرون چهارشنبه د مارچ میاشتې ۲مه یې یو بل مړی هم موندلی دی.

چارواکو په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چې یاد مړی د نورو پلټنو په موخه د میتلین روغتون عدلي څانګې ته لېږل شوی دی.

 تېره سه شنبه د شپږو افریقایانو مړي لېسبوس ټاپو کې وموندل شول. له دې ډلې څلور تنه یې انو سکالا ساحل کې موندل شوي وو او دوه تنه نور یې له اوبو څخه ایستل شوي وو.

د یوې روغتیایي سرچینې په حواله په مړو کې درې نارینه او درې ښځې شاملې وې. یادې سرچینې زیاته کړې ده چې دوی د ژغورنې واسکټونه نه درلودل.

انځور: ګوګل مپ
انځور: ګوګل مپ

یوناني ځواکونو پرون چهارشنبه د نورو احتمالي قربانیانو د لتوڼ عملیاتو ته ادامه ورکړه، خو په وینا یې تر اوسه د یادو کډوالو کښتۍ نه ده موندل شوې ده.

ډېری کډوال لویدیزو اروپایي هیوادونو ته د رسېدو په موخه لومړی لېسبوس ټاپو ته ځان رسوي. له تېرو څو کلونو راهیسې یونان د اروپا د پولې ساتنې ادارې په مرسته اژه سمندر کې د کډوالو د مخنیوی لپاره سخت تدابیر نیولي دي چې له امله یې دغه هیواد ته د رسېدونکو مهاجرو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

بیا ولولئ: راپور: فرونتیکس د مهاجرو د ناقانونه پر شا تمبونو قضیې پټې ساتلې

د بشري حقونو سازمانونو په وار وار یونان په دې تورن کړی چې کډوال له خپلو اوبو څخه د ترکیې پر لور شړي، خو یوناني چارواکي بیا دغه ادعاوې بې بنسټې بولي.

په ۲۰۱۵ کې د کډوالۍ کړکېچ پر مهال نږدې یو میلیون مهاجر د یوناني ټاپوګانو له لارې ځانونه اروپا ته رسولي وو

 

نورې ليکنې