د مهاجرو پخواني کمپ. انځور: یوتوپیا ۵۶
د مهاجرو پخواني کمپ. انځور: یوتوپیا ۵۶

د روان ژمي له پیل راهیسې دا دویم ځل دی چې د پاریس په شمالي سیمه کې سلګونه هغه کډوال چې په یوه تونل کې اوسېدل له کمپ څخه ایستل کېږي. د پولیسو د قومندانۍ په حواله امنیتي ځواکونو ۴۹۸ کډوال استوګنځیو ته لېږلي دي چې په ډله کې یې کم سنه او بې سرپرسته مهاجر او ماشومان هم دي.

نن پنجشنبه سهار وختي د پاریس په شمالي سیمه کې سلګونه مهاجر چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم وو له یوه کمپ څخه وایستل شول. دوی چارواکو استوګنځیو ته لېږلي دي.

د یوتوپیا ۵۶ غړي پییر ماتورین په حواله یادو مهاجرو د فبرورۍ له ۱۴مې راهیسې په دغه تونل کې ژوند کاوه.

 دغو کډوالو ته د سرپناه ورکولو عملیات په ارامه فضا کې ترسره شوي دي. دوی چې مخکې له مخکې خبر ترلاسه کړی و د سهار له پنځو بجو عملیاتو ته تیاری نیولی و.

د کمپ د تخلیې عملیات. ۳ مارچ ۲۰۲۲. انځور: یوتوپیا ۵۶
د کمپ د تخلیې عملیات. ۳ مارچ ۲۰۲۲. انځور: یوتوپیا ۵۶

د یوتوپیا ۵۶ غړې اوسیان ماراش په حواله کډوال له خپلو سایلو سره په یاده سیمه کې راټول شوي وو. دوی په سرویسونو کې د هرکلي مرکزونو ته ولېږدول شول. هغه زیاتوي: «چارواکو کورنیو ته ویل چې دوی به د فرانسې نورو سیمو ته استول کېږي. ډېریو کسانو غوښتل چې پاریس کې پاتې شي ځکه دلته د هغوی ماشومان ښوونځي ته ځي.»

قومنداني وایي چې ۴۹۸ تنو ته سرپناه ورکړې

بل پلو د پاریس قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عملیاتو په جریان کې ټولټال ۴۹۸ کسانو ته سرپناه برابره شوې ده چې په ډله کې یې ۲۸۳ کسان چې د کورنیو غړي دي او ۲۱۵ مجرد نارینه دي. دوی د ایل دو فرانس د ازموینې او هرکلي مراکزو (CAES) ته انتقال شوي دي.

د یوتوپیا ۵۶ په حواله کم عمر لرونکي کسان هم د ازمویني او هرکلي مرکزونو ته لېږدول شوي دي چې په وینا یې کم سنه کسانو ته «مناسب» نه دي.

رسنیو ته یادو عملیاتو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شوې نه وه.

عملیات په ارامه فضا کې ترسره شول. انځور: یوتوپیا ۵۶
عملیات په ارامه فضا کې ترسره شول. انځور: یوتوپیا ۵۶

همدارنګه نږدې ۱۰۰ کسانو ته سرپناه نه ده برابره شوې. اوسیان ماراش وایي: «امنیتي ځواکونو له تاوتریخوالي پرته دوی له سیمې وشړل.» ویل کېږي چې دا هغه کسان دي چې پانتن پارک کې اوسېږي او د عملیاتو په اړه یې خبر ترلاسه کړی و.

دا مهال یاد تونل کې څوک نه دي پاتې. اوسیان ماراش وایي چې دوی د کډوالو خیمې راټولې کړې دي او د کمپ د پاککارۍ کار ادامه لري.

له تېرې میاشتې راهیسې زیات شمېر کډوالو په دغه تونل کې تر خیمو لاندې شپې سبا کولې او کورنیو پکې په غیرانساني شرایطو کې ژوند تېراوه.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۱ د دسمبر په ۱۰مه تر ۲۳۰ کډوال چې ډېری یې افریقایان وو له یاد کمپ څخه ایستل شوي وو. هغه مهال تونل کې نږدې ۸۰ کم عمر لرونکي ماشومان هم اوسېدل.

 

نورې ليکنې