ترکیه کې یو شمېر کډوال، د ارشیف انځور: پېکچر الاینز
ترکیه کې یو شمېر کډوال، د ارشیف انځور: پېکچر الاینز

د ترکي رسنیو په حواله امنیتي ځواکونو استانبول کې د افغانانو یوه ۵۹ کسیزه ډله موندلې ده چې وایي قاچاق وړونکو یې ټولې پیسې اخیستې او تښتېدلي دي.

د ترکیې د خبري‌ اژانس اخلاص نیوز په حواله ځایي چارواکو اسکیسې کلي ته نږدې په دوو لاریو کې ۵۹ افغانان موندلي دي.

د پولیسو پلټڼې ښيي چې قاچاق وړونکو له هر مهاجر څخه ۸ زره یورو اخیستې وې ترڅو دوی اروپا ته ورسوي. خو کله چې بویوکچکمسې سیمې ته ورسېد، نو بیا وتښتېد او کډوال یې یوازې پرېښودل.

بیا ولولئ: ترکیه کې د افغانانو په ګډون ۷۰۰ ناقانونه کډوال نیول شوي

د زرغون امیري په نوم یو کډوال اخلاص نیوز ته ویلي:‌ «موږ افغانان یو. قاچاق وړونکو موږ له ازمیر څخه دې سیمې ته راوستل. ډاډ یې راکړی و چې موږ اروپا ته رسوي.»

پولیسو ویلي چې موندل شویو کې ۱۸ ماشومان او ۱۵ ښځې هم دي.

زیاته شوې ده چې ترکي ځواکونه د امنیتي کمرو له لارې د قاچاق وړونکو په لټه کې دي.

د یادولو ده چې څو ورځې مخکې ترکي ځواکونو د وان ښار په اپېکیولو ولسوالۍ کې ۱۱۶ افغانان نیولي وو چې په یوه وچ ډنډ کې یې ځانونه پټ کړي وو. دوه تنه نور بیا د انساني قاچاق په تور نیول شوي وو.

 

نورې ليکنې