د برتانیا مشرانو جرګې د پناه غوښتنې د قوانینو په تړاو هغه تعدیل تایید کړ چې له مخې به یې په نورو اروپایي هیوادونو کې بند پاتې کم عمر لرونکي او بې سرپرسته کډوال کولی شي برېتانیا کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.
دا تعدیل چې د لارډ ډابس له خوا وړاندې شوی له اروپایي هیوادونو څخه برتانیا ته د ټولو هغو بې سرپرسته ماشومانو د تګ قانوني زمینه برابروي چې د کورنۍ غړي یې هلته اوسېږي.
یاد تعدیل د تېرې چهارشنبې په ماښام د مارچ دویمه تایید شو.
دوه کاله مخکې د برېتانیا پارلمان پرېکړه کړې وه چې له اروپایي ټولنې څخه د دغه هیواد د وتلو له لایحې څخه د ماشومو کډوالو لپاره حمایوي تدابیر و ایستل شي. د همدې امله له برګزېت راهیسې فرانسه کې د بې سرپرسته ماشومانو له ډلې هېڅ یوه یې برتانیا کې له خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو اجازه نه ده ترلاسه کړې.
بیا ولولئ: له کورنۍ سره یو ځای کېدنه: برګزېت او د ماشومو کډوالو مساله
په ورته مهال د سېف پسج نړیوال سازمان مشر بېت ګاردینر سمېت د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي: «دا تعدیل کولی شي اروپایي هیوادونو کې بې سرپرسته ماشومانو ته اجازه ورکړي چې برېتانیا کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.»
په وینا یې: «پر اکراین د روسیې تر یرغل وروسته د برېتانیا حکومت وویل چې برېتانیا کې د اکرایني مهاجرو کورنیو ټولو غړي باید سره یو ځای شي. اوس باید د نورو هیوادونو کم عمر لرونکو اتباعو ته هم ورته زمینه برابره کړي چې اروپایي هیوادونو کې بند پاتې دي خو کورنۍ یې برتانیا کې اوسېږي.»
د الفرډ ډابس دغه تعدیل له مخې د فرانسې په کالې ښار کې او یا یوناني ټاپوګانې کې بند پاتې ماشومان کولی شي چې په قانوني توګه برتانیا کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شي. له دغه تعدیل پرته بې سرپرسته کډوال دې ته اړ کېږي چې په لاریو او وړو کښتیو کې ځایونه برتانیا ته ورسوي او خپل ژوند له خطر سره مخ کړي.
ټاکل شوې ده چې راتلونکو اونیو کې دغه قانون ولسي جرګې ته واستول شي.
د یادولو ده چې د بريتانيا د مشرانو جرګې دغه غونډه کې په ښکاره اکثريت سره د پناه غوښتنې د قوانينو په تړاو حکومتي شخړيزه مسوده هم رد کړه. په لندن کې حکومت غوښتل چې د پناه غوښتنې په اصولو کې په بدلون راوستلو سره هغه مهاجر مجرم وبولي چې په غيرقانوني لارو بريتانيا ته راځي.