کډوال د بروکسل د پوتي شتو مرکز مخ ته. د ۲۰۲۱ د ډسمبر ۷. انځور: بلجیم کې د نړیوالو ډاکټرانو سازمان
کډوال د بروکسل د پوتي شتو مرکز مخ ته. د ۲۰۲۱ د ډسمبر ۷. انځور: بلجیم کې د نړیوالو ډاکټرانو سازمان

بلجیمي چارواکو د افغان کډوالو د منل کېدو شرایط ځکه سخت کړي دي چې بروکسل نور افغانستان د خطرناک هیواد په توګه نه پېژني. په ورته مهال کارپوهان وایي چې ښایي د دغو نویو قواعدو له امله د ځینو افغان کډوالو پناه غوښتنلیکونه رد شي.

پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته بلجیم د افغان کډوالو لپاره د جانبي ساتنې قواعد نرم کړي وو. هغه مهال افغان کډوالو اجازه درلوده چې د بلجیم د کډوالو او بې تابعیت وګړو ادارې ته خپل پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

له یادې ادارې سره تر مرکې وروسته هغه افغانان چې شرایط یې پوره کول بلجیم کې د اوسېدو اجازه ورکول کېدله. خو هغه کسان چې شرایط یې نه پوره کول، چارواکو یې د دوسیو په هکله پرېکړه نه کوله. 

د سیرې ټولنې د نړیوالې ساتنې غړی کلمان والانتن وایي چې چارواکو د یادو افغانانو د غوښتنو په اړه پرېکړه ځکه ځنډوله ترڅو وګوري چې ایا ورته د جانبي حفاظت سند ورکولی شي که نه.

د دوسیې په ارزولو کې ځنډ پای ته رسېدلی

د دغه ځنډ دلیل یې دا و: افغانستان کې د وضعیت او د «طالبانو د چلند» په هکله «کافي معلومات» نه وو موجود.

خو اوس وضعیت کې بدلون راغلی دی. د بلجیم د کډوالو او بې تابعیت وګړو ادارې د مارچ په دویمه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د جانبي حفاظت د سند د ورکولو لپاره اوس کافي معلوماتو ته لاسرسی لري.

یاده اداره وایي چې افغانستان کې وضعیت «ډېر پیچلی» دی او زیات شمېر هغو کسانو ته باید سند ورکړل شي چې له دغه هیواده تښتېدلي دي. خو ټول افغانان تر دغې قاعدې لاندې نه راځي. په وینا یې له دې وروسته به هره دوسیه په جلا توګه ارزول کېږي. او ښایي د ځینو افغانانو دوسیې رد شي.

«د تاوتریخوالي له امله د قرباني کېدو جدي خطر نشته»

یاده اداره زیاتوي چې له دې وروسته به «افغانستان کې د امنیتي وضعیت له کبله» افغانانو ته د جانبي حفاظت سندونه نه ورکول کېږي.

د اروپایي قانون د ۱۵ لسمې مادې له مخې د جانبي حفاظت سندونه د درېو شرایطو د پوره کېدو په صورت کې مهاجرو ته ورکول کېږي. لومړی شرط دا دی چې مهاجر په اصلي هیواد کې د «مرګ له خطر» سره مخ وي. دویم شرط دا دی چې مهاجر خپل هیواد کې له «غیرانساني او د کرامت خلاف چلند» سره مخ شي. درېم شرط بیا د مهاجرو اصلي هیوادونو کې امنیتي وضعیت سره تړاو لري.

اوس د بلجیم د د کډوالو او بې تابعیت وګړو اداره وایي: «د طالبانو له راتګ راهیسې امنیتي شرایط کې بدلون راغلی دی... او نور د تاوتریخوالي له امله د قرباني کېدو جدي خطر نشته.»

کلمان ولنتین بیا وایي چې: «دا سمه خبره ده چې افغانستان کې نور جګړه نشته، خو اوس هم بریدونه کېږي او خلک وژل کېږي. ځینې اقلیتونه له بېلابېلو خطرونو سره مخ دي.»

نوموړی زیاتوي چې د دغو نویو قواعدو له امله ښایي د ځینو افغان پناه غوښتونکو دوسیې رد شي. دا امکان هم شته چې ټول هغه کسان چې ګواکې له «خطر» سره مخ نه دي، لکه همجنس غوښتونکي، خبریالان، سیاسي مخالفان او داسې نور... بې سنده پاتې شي.» 

 

نورې ليکنې