د «درخانم» ورکشاپ کارکوونکې. انځور: سمیرا سادات
د «درخانم» ورکشاپ کارکوونکې. انځور: سمیرا سادات

سږ کال افغانستان کې د ښځو د نړیوالې ورځې لمانځنه د تېرو کلونو پرتله کمرنګه ده. افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته دا مهال ښځې له وزګارۍ او بې کارۍ سره مخ دي. ځینې ښځې دې ته مجبورې شوې دي چې خپل پخوانی کار بدل کړي او نوی کار پیل کړي. د «درخانم» په نامه د ورکشاپ بنسټګرې سمیرا سادات کډوال نیوز سره د ښځو پر ژوند د دغه ورکشاپ د اغېزو په هکله مرکه کړې ده.

سمیرا سادات ایران کې زېږېدلې ده او بیا افغانستان ته تللې ده. هغه یوه فعاله ښځه ده چې پخوانی دولت کې یې دنده لرله او خبریاله هم وه، خو لا هم افغانستان کې اوسېږي. سمیرا سادات د «درخانم» ورکشاپ په جوړولو سره غواړي چې د وزګارۍ او بې وزلۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او له ښځو سره مرسته وکړي.

هغه کډوال نیوز ته وایي: «زه خبریاله وم. افغانستان ورځپاڼه کې مې د خبریالې په توګه کار پیل کړ. بیا مې د افغانستان تودې ورځپاڼې سره دنده ترسره کړه چې جرمني هیواد تمویلوله. له څېړنیزو مراکزو سره مې هم همکاري کوله. تېرو څلورو کلونو کې مې د پخواني حکومت رسنیزو برخو کې دنده لرله. د «صاف و ستره» شرکت بنسټګره هم وم چې ۱۵ ښځو پکې کار کاوه. دا هغه ښځې وې چې د خپلو کورنیو سرپرستي یې کوله.»

 سمیرا د طالبانو له راتګ وروسته د خپلو فعالیتونو په هکله وایي: «د طالبانو له راتګ سره خپله پخوانۍ دنده مې له لاسه ورکړه. پرېکړه مې وکړه چې د مشتري د نه لرلو له کبله خپل پخوانی شرکت وتړم.»

افغانې ښځې او د وزګارۍ پر وړاندې مبارزه

په داسې حال کې چې وزګارۍ او بې وزلۍ د افغانانو د ژوند شرایط سخت کړي دي، سمیرا تصمیم نیسي چې له افغانو ښځو سره مرسته وکړي. هغه د «درخانم» ورکشاپ په هکله وایي: «ځان سره مې وویل چې نوی حالت باید ومنم. تصمیم مې ونیوه چې د خیاطۍ ورکشاپ جوړ کړم. پنځه میاشتې مخکې مې امریکا او کاناډا کې د خپلو ملګرو په مرسته «درخانم» ورکشاپ جوړ کړ او ۲۰ ښځو ته مې د خیاطۍ په برخه کې د زدکړې زمینه برابره کړه. اوس دوی په خپلو سیمو کې خیاطانې دي.»

هغه زیاتوي: «د خیاطۍ سربېره نور فعالیتونه هم لرو ترڅو د ښځو د پوهاوي کچه لوړه شي. دوی نن د ګلدوزۍ پر نویو ډیزاینونو کار کوي.»

انځور: «درخانم» ورکشاپ
انځور: «درخانم» ورکشاپ

د سمیرا په حواله: «موخه مې له ښځو سره اقتصادي مرسته وه. دا راته مهمه وه چې ښځې له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي. غوښتل مې چې دا یوازې د خیاطۍ ورکشاپ نه بلکې په راتلونکي کې پر یوه تولیدي شرکت بدل شي. له دوو میاشتو راهیسې مو د مالي حمایت لپاره یو کمپاین پیل کړی، خو تر اوسه مو کافي مرسته نه ده ترلاسه کړې. په داسې حال چې زیات شمېر کسان له هیواده وتلي دي، دا د ښځو لپاره یوه مهمه اقتصادي مرسته ده. له بهرمیشتو افغانانو څخه غواړم چې له ورکشاپ سره مو مرسته وکړي.»

«درخانم» سره د مرستې لېنک.

سمیرا وایي: «ځینو کسانو ما ته وویل چې خپل ورکشاپ وتړم. خو زه د یوې ښځې په توګه د دې شاهده یم چې دغه ورکشاپ د ښځو لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي، ځینو نورو ته د ژوندانه هیلې ور بخښي. هغه ښځې چې ورکشاپ کې مې کار کوي غواړي چې زه ورسره مرسته وکړم. ناهیله نه یم. تر هغه وخت پورې چې افغانستان کې یم «درخانم» به نه تړم. خو که په افغانستان کې هم نه وم «درخانم» به پاتې شي.»

سمیرا په دې آند ده چې په اوسنيو شرایطو کې ښځې د خیاطۍ له لارې عواید ترلاسه کولی شي. هغه وایي: «افغانستان کې ښځې له وزګارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ماشومان له فقره مري. ښځې مجبورې دي چې کار وکړي ترڅو د خپلو کورنیو لګښت پوره کړي. زموږ په ورکشاپ کې داسې ښځې هم دي چې زدکړې یې کړې او تر دې دمخه یې مهمو برخو کې دندې ترسره کړې دي. خو اوس خیاطۍ ته مخ کړې.»

ښځو د ګڼدلو په حال کې. انځور: «درخانم» ورکشاپ
ښځو د ګڼدلو په حال کې. انځور: «درخانم» ورکشاپ

سختو شرایطو کې مبارزه

نن سبا افغانې ښځې په سختو شرایطو کې ژوند تېروي. نړیواله ټولنه هم نور له افغانو ښځو سره مرسته نه کوي. زیات شمېر ښځو بهرنیو هیوادونو ته مهاجرت کړی دی. همدارنګه افغانستان کې د ښځو لپاره د کار شرایط سخت شوي دي. خو ځینې ښځې لکه سمیرا سادات اوس هم افغانستان کې دي او د شرایطو پر وړاندې مبارزه کوي.

سمیرا وایي: «موږ سیاسي بدلونونو کې لاس نه درلود. خو اوس مو وضعیت سخت شوی او باید کار وکړو. موږ کولی شو چې په مختلفو طریقو خپلې مبارزې ته ادامه ورکړو. کولی شو چې خپل پوهاوی لوړ کړو. د بې وزلۍ او وزګارۍ پر وړاندې مبارزه کې باید افغانې ښځې یوازې پرې نه ږدو. دوی له وزګارۍ سره مبارزه کوي. زه له بهرمیشتو مېرمنو څخه توقع لرم چې د دغو ښځو ملاتړ وکړي، دوی باید خپل مسولیت ادا کړي.»

سمیرا هیله لري چې یوه ورځ به «درخانم» پر یوه تولیدي شرکت بدل شي ترڅو نورو ښځو ته پکې د کار زمینه برابره شي. 

 

نورې ليکنې