دوه مهاجر په کاله کې. اکټوبر ۲۰۱۹. انځور: مهدي شبیل
دوه مهاجر په کاله کې. اکټوبر ۲۰۱۹. انځور: مهدي شبیل

د فرانسې د ۲۰۲۲ ولسمشریزو ټاکنو کې د کډوالۍ مسله پر یوې مهمې موضوع بدله شوې ده. د ښې اړخې افراطې ډلې پر دې مسلې ټینګار کوي. د کولېژ دو فرانس پروفیسور فرانسوا هېران وایي‌ چې دا کومه نوې پدیده نه ده، خو نن سبا یې تاوده بحثونه راپورته کړي دي. کډوال نیوز له نوموړي سره مرکه کړې ده.

کډوال نیوز: د اپیسوس سوپرا ستېرا تازه راپور ښيي چې د پېرلو توان د فرانسویانو لومړیتوب دی. په دې راپور کې مهاجرت څلوم مقام خپل کړی، تر روغتیایي خدماتو او چاپېریال ساتنې وروسته. خو دا د ځانګړو نوماندانو لپاره یوه مهمه مساله ده. ولې؟

فرانسوا هېران: د پېرلو توان کوم ساده بحث نه دی. حل لارې یې په اسانۍ سره نه موندل کېږي. اوسني حکومت د روغتیایي کړکېچ په جریان کې په دې برخه کې ځینې اقدامات وکړل. نوماندن پرې په اسانۍ نیوکه نه شي کولی. 

خو په ورته مهال د کډوالۍ په اړه غږېدل اسان دي. ځینې وختونه هغه څه چې واقعیت ګڼل کېږي د نوماندانو له ویناوو سره هېڅ تړاو نه لري.

کډوال نیوز: له کوم وخت راهیسې د فرانسې په سیاست کې کډوالي پر یوې مهمې مسلې بدله شوې ده؟

فرانسه کې د کډوالۍ مسله پخوا هم مطرح وه.

د دوو نړیوالو جګړو په ترڅ کې مو بهرنیانو ته اړتیا درلوده، خو باور مو پرې نه درلود. د هغو بهرنیانو د ګومارلو په هکله چې جګړې ته چمتو وو تاده بحثونه راپورته شوي وو.

د ۱۹۴۰ د روغتیایي کړکېچ پر مهال مو هغه پولنډیان اخراج کړل چې د فرانسې په کانونو او فابریکو کې کار کړی و. دا یوه مهمه تاریخي مسله وه ځکه چې ځینو برخو کې د بهرنیانو پر کار بندیز ولګول شو.

په ۱۹۷۳ کې مو د کیپور جګړې په ترڅ کې او د پټرولو د بیو لوړېدو پر مهال مهاجرت منع کړ. رسمي مفکوره دا وه چې فرانسویان د کار په بازار کې د بهرنیانو ځای نیولی شي. مانا یې دا وه چې موږ بهرنیانو ته اړتیا نه لرو.

بیا ولولئ: د پناه غوښتونکو په هکله د فرانسې د ولسمشرۍ نوماند اریک زمو ناسمې ادعاوې

د ۱۹۸۰ په لسیزه کې وویل شول چې د الجزایري مهاجرو ماشومان فرانسویان دي، حال دا چې مراکشیان او تونسیان باید د فرانسې تابعیت د ترلاسه کولو لپاره قانوني سن ته ورسېږي.

دغه موضوع هم تاوده بحثونه راپورته کړل. په ۱۹۹۳ کې داسې یو قانون موجود و چې له مخې یې هغه ماشوم چې مور او پلار یې بهرنیان دي خو په فرانسه کې زېږېدلی دی، هغه باید د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي. دا قانون بیا لغوه شو.

د کډوالۍ مساله نوې پدیده نه ده، خو تاوده بحثونه یې راپورته کړي دي. موږ د پخوانیو سیاستوالو د نیمګړتیاوو د ارزولو پر ځای دا غوره ګڼو چې پر مهاجرت بحث وکړو.

کډوال نیوز: د جمهوري غوښتونکې نوماندې والري پکرس د لویې ځای پر ځای کېدنې مسله مطرح کړه. دا لومړی ځل دی چې د ښې اړخې ډلې یوه نومانده دا مسله مطرح کوي. مانایې څه ده؟

والري پکرس د زمور او مارین لوپن د بحثونه تر اغیز لاندې او د رایو د ترلاسه کولو لپاره دا مسله مطرح کړه. 

دا یوه ناسمه تیوري ده. دا سمه خبره ده چې د فرانسې ځینو سیمو لکه ایل دو فرانس کې د ماشومو مهاجرو شمېر ډېر دی، خو نورو سیمو کې بیا هېڅ مهاجر یا لږ مهاجر شته. هغه کسان چې دغه تیوري مطرح کوي یوازې هغه سیمې په ګوته کوي چې مهاجر پکې دي.

دوی دغه راز وایي چې مهاجرې ښځې د فرانسوۍ ښځو پرتله زیات ماشومان زېږوي. حال دا چې د دواړو ترمنځ‌ توپیر یو نیم ماشوم دی.

فرانسه کې په هرو شپږو زېږېدنو کې یوازې یوه یې بهرنۍ ده.

باید دې ته هم اشاره وکړو چې دا مسله په ۱۸۸۰ کې هم مطرح وه: داسې ویل کېدل چې د فرانسې په شمال کې د بلجیميانو شمېر زیات دی.

د ناپلیون په دوره کې هم د لویې ځای پر ځای کېدنې مساله مطرح وه. الزاس کې یهودیانو د اوسېدو اجازه نه درلوده ځکه داسې ویل کېدل چې شمېر به یې زیاتېږي.

کډوال نیوز: د ځینو سیاستوالو په اند مهاجرو پر فرانسې «یرغل» کړی. ایا مهاجرت د پخوا پرتله زیات شوی دی؟

نن سبا مهاجرت د نړۍ د بدلونونو له امله زیات شوی دی. دا یوه دایمي مسله ده. د حکومتونو شتوالی پرې اغېز نه لري. مهاجرت به نور هم زیات شي. سیاستوال یې مخه نه شي نیولی.

بیا ولولئ: د فرانسې د ولسمشرۍ نوماندې والري پېکرس ناسمه ادعا: «اروپا ته ۴۰ میلیونه ناقانونه مهاجر ننوتلي»

په تېرو څو کلونو کې د بهرنیو محصلینو شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

خو فرانسه کې د نورو هیوادونو لکه اسپانیا، ایټالیا، المان او انګلستان پرتله د مهاجرو شمېر کم دی.

د او سي دي او د شمېرو له مخې چې تېر نومبر خپرې شوې وې فرانسه کې د رسېدونکو مهاجرو شمېره تر متوسطه حده هم کمه ده.

کډوال نیوز: خو ولې د کډوالۍ په هکله دومره ناسمې ادعاوې کېږي؟

د لوی مېنشکین په خبره «هره مسله داسې یوه حل لاره لري چې ساده، مشخصه خو ناسمه ده.»

کډوال نیوز: روغتیایي‌ کړکېچ د کډوالۍ په هکله د فرانسویانو عامه افکار بدل کړی؟ اوس بهرنیان په ډېرو برخو کې کار کوي.

د روغتیایي کړکېچ مخکې څېړنو کې راغلي وو چې د فرانسویانو دوه پر درېمه برخه یې په دې اند وه چې فرانسه کې د مهاجرو شمېر زیات دی او دوی ټولنه کې نه ادغامېږي.

په ۲۰۲۰ کې دغو شمېرو کې ۵۰ سلنه کموالی راغی. د کډوالۍ مسلې په هکله شمېرو کې هم سلنه ټیټه شوې ده.

 

نورې ليکنې