د ۲۰۱۹ د اکټوبر ۳۱مه. کالې ښار کې د مهاجرو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل
د ۲۰۱۹ د اکټوبر ۳۱مه. کالې ښار کې د مهاجرو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل

د فرانسې په شمالي کالې ښار کې سازمانونه د حکومت له خوا د اکراینیانو او د نورو هیوادونو مهاجرو ترمنځ پر توپیري چلند نیوکې کوي. دغه ښار کې اکراینیانو ته ډېر ژر سرپناه ورکړل شوه، خو د نورو هیوادونو اتباع په خورا سختو شرایطو د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي. اوبرژ دو میګران سازمان وایي چې په پام کې لري د دولت او ښاروالۍ پر وړاندې شکایت ثبت کړي.

پر اکراین د روسیې له یرغل راهیسې نږدې ۶۰۰ اکراینیان کالې ښار ته رسېدلي دي. دوی غواړي چې برتانیا ته ځان ورسوي. د دغو کډوالو له ډلې ډېری یې هوټلونو کې اوسېږي. خو هغه کسان چې مالي امکانات نه لري ښاروالۍ ورته په یوه هاسټل کې ځای ورکړی دی. له تېرو څو ورځو راهیسې نږدې ۱۴۰ کسان یاد هاسټل کې اوسېږي او د برتانیا ویزې ته انتظار باسي. د فرانسې حکومت نږدې ۷۵۰ سرپناوې اکراینیانو ته ځانګړې کړې دي.

د کالې ښاروالې ناتاشا بوشار د دغو کډوالو هرکلی وکړ. نوموړې له دولت او د برتانیا کنسولګرۍ څخه هم غوښتي دي چې دغو کډوالو ته باید ډېر ژر ویزه ورکړل شي. هغې ویلي: «زما په سیمه کې څوک مهاجر په شا نه تمبوي.»

ناقانونه کمپونو کې ۱۵۰۰ مهاجر ایسار پاتې

په ورته مهال نږدې ۱۵۰۰ نور مهاجر چې اکراینیان نه دي د کالې د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي. د دوی کمپونه په اونۍ کې څو ځله له منځه وړل کېږي. ځینې مهاجر بیا وایي چې د کمپونو د خالي کولو عملیاتو په جریان کې یې خپل شخصي وسایل له لاسه ورکړي دي. له تېرو څو کلونو راهیسې د کالې ښاروالۍ د کمپونو د جوړېدو پر وړاندې بېلابېل خنډونه جوړ کړي دي.

د ۲۰۲۰ له سپټمبر راهیسې د کالې قومندانۍ د یوه فرمان له مخې هغه سازمانونه چې دولت کې راجسټر نه دي حق نه لري چې د کالې په مرکز کې پر مهاجرو خواړه ووېشي.

مهاجر پلوه سازمانونه پر دغه توپیري چلند نیوکه کوي. کالې کې د یوتوپیا ۵۶ غړې مارګرېت کمب وایي: «خوشاله یو چې د اکراینیانو ښه هرکلی کېږي، خو دلته له مهاجرو سره توپیري چلند شته.» د اوبرژ دو میګران غړی ویلیام فویار وایي: «موږ له څو کلونو راهیسې د کډوالو لپاره د انساني شرایطو د برابرولو غوښتنه کوو. حکومت موږ ته وایي چې دا کار ممکن نه دی او دوی کافي امکانات نه لري. خو اوس ګورو چې امکانات شته.»

«راسیستي» منطق

د میګراسیون ۵۹ ټولنه تېره چهارشنبه د مارچ نهمه په یوه پرانیستي لیک کې د کالې قومندانې څخه د عدالت او برابرۍ غوښتونکې شوه.

دغه سازمان د اکراینیانو سره د ښه چلند هرکلی کوی، خو وایي چې هغه نور مهاجر چې کالې کې ایسار دي دوی هم افغانستان، سوریه، چاډ او سوډان کې له جګړې څخه تښتېدلي دي. میګراسیون ۵۹ زیاتوي چې د قومي او دیني معیارونو پر اساس د مهاجرو ترمنځ توپیري چلند غیرقانوني او ټکان ورکوونکي دی.

خو د کالې ښارواله بیا وایي چې دا یوه «ناسمه محاکمه» ده. هغه وایي: «سازمانونه حق نه لري چې ما ته بشردوستانه درسونه راکړي.»

اوبرژ دو میګران سازمان په پام کې لري چې د دولت او ښاروالۍ پر وړاندې شکایت ثبت کړي. د یاد سازمان مشر فرانسوا ګېنوک فرانس بلو نور سره مرکه کې د حکومت پر «راسیستي» منطق نیوکه کوي او وایي چې له خلکو سره د هغوی د جنس، رنګ او مذهب پر اساس توپیري چلند جرم دی. 

 

نورې ليکنې