په فرانسه کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي چې له تیرو څو میاشتو راهیسې په پاریس کې د پاکستان سفارت د دوې د ویزو غوښتنه له کوم دلیل پرته نه مني. دغه کار هغه افغانان اندیښمن کړي چې غواړي د ځینو ضروري اړتیاوو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
په فرانسه کې میشت افغانان کډوال چې وايي چې د ځینو عاجلو اړتیاوو له امله غواړي د خپلو کورنیو او خپلوانو د لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي خو د دغه هیواد سفارت د مسافرت ځانګړی سند سره د دوې د ویزو غوښتنه نه مني.
د مسافرت سند «Titre de voyage» هغه حقوقي سند دی چې په فرانسه کې قانوني کډوالو ته ورکول کیږي او دوې کولای شي چې پر دغه مسافرتي سند له خپل اصلي ملک څخه پرته د نړۍ هر هیواد ته سفر وکړي.
له دلیل پرته افغانانو ته د ویزو نه ورکول
عنایت ځدران چې له یوې پاکستانۍ میرمنې سره يي واده کړی هیله لري چې د خپلې میرمنې د لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي خو په پاریس کې د پاکستان سفارت له دې امله د ویزې غوښتنه يي رد کړې چې پر «Titre de voyage» يي غوښتنه کړې.
دغه افغان ځوان چې له تیرو ۶ کلونو راهیسې له قانوني اسنادو سره په فرانسه کې اوسیږي کډوال نیوز سره په خبرو کې وویل « تیر کال د سپتمبر میاشت کې مې د پاکستان د ویزې لپاره غوښتنه وکړه خو و نه منل شوه. سفارت ته ولاړم او ماته يي وویل چې باید افغانۍ او یا د فرانسې پاسپورت ولرې»
دوه کاله کیږي چې عنایت ځدران خپل میرمن نه ده لیدلې او غواړي چې د خپلې میرمنې او کورنۍ د لیدلو لپاره پاکستان ته ولاړ شي خو هغه وايي چې سفارت ورته له کوم دلیل پرته ویزه نه ورکوي.

دغه افغان ځوان په دې اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وویل:« دا زیاتی او ظلم دی او نه پوهیږم ولې له مونږ سره دا ډول چلند کیږي. د قانون پر اساس زه حق لرم پاکستان ته سفر وکړم او ټول شرایط مې هم پوره کړي خو نه شم کولای خپله کورنۍ وګورم.»
ډیرۍ افغانان له فرانسې څخه پاکستان ته د خپلو کورنیو د لیدلو، د واده د مراسمو، د اداري اسنادو د ترلاسه کولو، نارغانو لیدلو او نورو ضروري دلایلو له امله غواړي سفر وکړي.
اضغر خان احمدزی بل افغان دی چې شاوخوا ۶ کاله کیږي چې په فرانسه کې اوسیږي او له ورته ستونزې سره مخامخ دی. دغه افغان کډوال چې دوه کاله يي له واده څخه تیریږي او میرمن يي په پاکستان کې دی د ویزې د ستونزې له امله نه شي کولای دغه هیواد ته سفر وکړي.
احمدزی چې په پاریس کې د افغانستان له سفارت څخه هم ناهیلي شوی وايي: افغاني پاسپورټ راسره نشته او د افغانستان سفارت هم کار نه کوي تر څو د پاسپورت غوښتنه وکړم نو ځکه د پاکستان سفارت د مسافرت پر سند زما د ویزې غوښتنه رد کړه.»
فرانسه کې میشت کډوال اړ دي چې د خپل واده او یا کوژدنې لپاره پاکستان او یا بل ملک ته ولاړ شي ځکه خپل ملک ته دوې د سفر اجازه نه لري.
نور ولولئ: د فرانسې دولت له افغان کډوالو سره د مرستې ویب سایټ جوړ کړی
پاریس کې د افغانانو د ټولنې مشر جان کاکړ وايي:« فرانسه کې افغان کډوال چې په پاکستان کې يي واده کړی وي اړ دي چې د نکاح خط او نورو ضروري اسنادو لپاره پاکستاني ادارو ته مراجعه وکړي خو د ویزو نه ورکول دغه افغانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کوي.»
هغه له پاکستاني چارواکو غواړي چې د ویزې دغه قانوني حق باید افغانانو ته ورکړل شي.
د پاکستان د سفارت غبرګون
پاریس کې د پاکستان سفارت د مسافرت سند«Titre de voyage» لرونکو افغانانو ته د ویزو ورکولو دلیل نه دی روښانه کړی.
د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ میاشتې راهیسې د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې په فرانسه او نورو هیوادونو کې د دغه هیواد سفارتونه یوازې د الکترونیکي ویزو غوښتنه مني او کاغذي ویزې نه ورکوي. په پاریس کې د پاکستان سفارت په خپل ویب سایټ کې لیکلي چې دغه الکترونیکي ویزې (e-Visa) د کډوالو او بې تابعته وکړو لپاره چې د مسافرت سند ولري نه ورکول کیږي.
کډوال نیوز هڅه وکړه چې د سفارت له چارواکو د دغې ستونزې دلیل و پوښتني خو دوې د ځواب له ورکولو ډ ډه کوي.
کار پوهان وايي چې د پاکستان سفارت لخوا د سفر سند لرونکو افغانانو ته د موجه دلیل پرته د ویزو نه ورکول د نړیوالو کنوانسیونونو څخه سرغړونه ده. دوې وايي چې هرانسان دا حق لري چې پر دغه سند له خپل ملک څخه پرته د نړۍ هر ملک ته سفر وکړي.