د کېڼ اړخو ډلو نوماندان
د کېڼ اړخو ډلو نوماندان

د فرانسې ولسمشریزو ټاکنو کې د کېڼ اړخو ډلو نوماندانو د کډوالۍ په هکله خپل پروګرامونه وړاندې کړي دي. ځینې نوماندان وایي‌ چې سند نه لرونکو کسانو ته باید سند ورکړل شي، ځینې نور بیا وایي‌ چې دوی به د هډوکو ازموینه لغوه کوي. بشپړ جزیات یې لاندې مطلب کې.

سند نه لرونکو کډوالو ته سند ورکول

نوماندان څه وايي: د فرانسې د کېڼ ارخې ډلې نوماند ژان لوک مېلانشون تېره جنوري اریک زمور سره خبرو کې وویل: «کله چې بهرنیان دلته رسېږي، زه ورسره بد چلند نه کوم، له خلکو سره باید انساني چلند وشي.»

د کمونیست ګوند نوماند فابین روسل د روان کال د فبرورۍ پر دویمه وویل: «کله چې زه سفر کوم بې سنده کسان له ما سره خبرې کوي… دوی د کار اجازه لري، خو استثمار کېږي. دوی معاش لري… آن مالیه ورکوي. خو کارفرمایان بیا هغه سندونه نه ډکوي چې ورته د اوسېدو کارتونو د ترلاسه کولو اجازه ورکوي.»

د کارګرو د مبارزې ګوند نوماندې ناتالي ارتو وایي: «له مهاجرو پرته ودانۍ، روغتونونه، هوایي ډګرونه، هوټلونه، د پاککارۍ، باغدارۍ، عامه ترانسپورټ او موټر جوړلو صنعتونه خپل کار ته ادامه نه شي ورکولی.»

د چاپېریال ساتنې عمومي منشي جولین بایو د نومبر پر ۱۷مه فرانس انفو ته وویل: «ټولو بې سنده کسانو ته باید اسناد ورکړل شي.»

د سوسیالیست ګوند نومانده ان هېدالګو بیا وایي چې «د بهرنیو کارګرو شتون د فرانسې اقتصاد لپاره ضروري دی.»

وړاندیزونه یې څه دي؟

ژان لوک مېلانشون وایي چې ټولو سند نه لرونکو کارګرو ته باید اسناد ورکړل شي او هغه کسان چې په قانوني توګه فرانسه کې اوسېږي ورته باید د فرانسې تابعیت ورکړل شي.

فابین روسل او ان هېدالګو وایي چې ټولو هغو بهرنیانو ته باید اسناد ورکړل شي چې فرانسه کې کار کوي. هغه کسان چې له ډېرې مودې راهیسې فرانسه کې اوسېږي او کار او کور لري ورته هم باید اسناد ورکړل شي.

ناتالي ارتو او فیلیپ پوتو بیا وایي چې د «ازاد تګ راتګ او د نقل مکان» د حق پر بنسټ ټولو ته باید اسناد ورکړل شي.

همدارنګه یانیک جادو وایي چې زیات شمېر سند نه لرونکو کسانو او په ځانګړې توګه محصلینو، هغو پلرونو او مېندو ته چې ماشومان یې ښوونځي ته ځي او هغو کسانو ته چې کار کوي باید اسناد ورکړل شي.

ضروري معلومات

د فرانسې د قوانینو له مخې کار لرونکي کسان اسناد ترلاسه کولی شي. سند نه لرونکي مهاجر کولی شي‌ چې د کار تړون او یا د کار د ژمنې سند په لرلو سره له قومندانیو څخه د اسنادو غوښتنه وکړي. دوی باید اثبات وکړي چې فرانسه کې اوسېږي، معاش لري او په فرانسوي ژبه پوهېږي. 

له مدیترانې څخه د فرانتکس د ځواکونو لرې کول

نوماندان څه وایي: ژان لوک مېلانشون وایي: «د فرانتکس عملیات باید پای ته ورسېږي ځکه د دغې ادارې ماموریت او عملیات د اساسي حقونو خلاف دي.»

یانیک جادو وایي چې فرانتکس «د امنیتي صنعت په خدمت کې دی او مدیترانه یوې خطرناکې وسلې ته بدله شوې ده.»

ان هېدالګو بیا وایي چې هغه «د ناقانونه او خونړیو لارو پر ضد مبارزه» کوي.

وړاندیزونه یې څه دي؟

ژان لوک مېلانشون او یانیک جادو وایي چې د فرانتکس پر ځای باید داسې یوه اداره جوړه شی چې لومړنی ماموریت یې سمندر کې د خلکو د ژوند ژغورل وي.

مېلانشون وایي چې مدیترانه کې د زرګونو کسانو د ډوبېدو د مخنیوي او انګلستان ته د مهاجرو د ورتګ لپاره باید د ژغورنې اداره جوړه شي.

دغه دواړه نوماندان وایي چې د زرګونو کسانو د ډوبېدو د مخنیوي لپاره له مدني وسایلو څخه باید کار واخیستل شي.

ان هېدالګو، فابین روسل، ناتالي ارتو او فیلیپ پوتو په دې اړه څه نه وایي.

ایا دا کار شونی دی؟ د اروپا په سمندري سرحدونو کې فرانتکس د ژغورنې دنده نه لري. لومړۍ دنده یې د پولو ساتنه ده. خو د سمندري‌ قوانینو له مخې فرانتکس وظیفه لري چې له ټولو هغو کسانو سره مرسته وکړي چې سمندر کې له ستونزو سره مخ شوي‌ دي.

د هډوکو د ازموینې او د کم سنده کسانو د بندي کولو لغوه کول

نوماندان څه وایي: مېلانشون وایي چې «بې سرپرسته او کم سنه کډوال باید له اساسي حقونو څخه برخمن شي: ښوونځي ته تلل، کور لرل، او ټولنیزه ساتنه.»

یانیک جادو وایي چې هغه د بې سرپرسته او کم سنه ماشومانو هرکلی کوي: «فرانسه چې د ماشومانو حقونو نړیوال کنوانسیون یې لاسلیک کړی دی د دغو ماشومانو ساتنه کوي… موږ ژمنه کوو چې کم سنه او بې سرپرسته ماشومان تر قضایي پرېکړې پورې له ساتنې برخمن شي او د دوی د سن د معلومولو طریقه کې هم بدلون رامنځ ته کوو.»

وړاندیزونه یې څه دي؟

ژان لوک مېلانشون، جولیان بایو او فابین روسل وايي: د کم سنه کډوالو د عمر د معلومولو لپاه د هډوکو ازموینه باید لغوه شي. 

دا یوه پېچلې ازموینه ده او ساینسپوهان یې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

دغه درې نوماندان غواړي چې د کم سنده کډوالو چارو ته باید ښه رسیدګي وشي. ژاک لوک مېلانشون وایي چې د هرکلي ظرفیت باید زیات کړل شي او دیپارتمنونه باید دې ته اړ نه شي چې کم سنه کډوالو ته هوټلونو کې ځای ورکړي.

ایا دا کار شونی دی؟ 

هغه ماشومان چې اداري توقیف ځایونه کې دي تر قضایي توقیف لاندې نه دي. زیات شمېر سازمانونه د کم سنه کډوالو پر بندي کېدو نیوکه کوي.

د زندانونو د عمومي مفتش د راپور له مخې چې ۲۰۲۱ کې خپور شوی د ماشومانو بندي کول غیرانساني دي. یاد راپور کې راغلي چې دغه پروسه پر ماشومانو منفي اغېز کوي او دوی د بېلابېلو وضعیتونو شاهدان دي:‌ لکه تاوتریخوالی، د پرېکړو اعلانول، له توقیف ځایونو د اخراجېدونکو کسانو ایستل، ازغن سیمونه، دېوالونه. د سترګو لیدلي حالونه ښيي چې ډېری دغه ماشومان له روحي مشکلاتو سره مخ دي.

همدارنګه هر ډیپارتمنت صلاحیت لري چې د هډوکو ازموینه ترسره کړي. خو عجیبه خبره دا ده چې د بېلګې په توګه یو مهاجر په یوه ډیپارتمنت کې بالغ بلل کېږي خو په بل ډیپارتمنت کې بیا کم سنه ګڼل کېږي. 

پناه غوښتونکو ته د کار اجازه 

نوماندان څه وایي: یانیک جادو وایي: «موږ باید د تبعیض او راسیزم پر وړاندې مبارزه وکړو… خبرې کافي نه دي، موږ له دولتي امکاناتو ګټه اخلو… د تبعیض پر ضد مبارزه باید زموږ لومړیتوب وي.»

ژان لوک مېلانشون بیا وایي: «فرانسه د بشري حقونو هیواد ده، د پناه غوښتنې هیواد.»

ان هېدالګو وایي: «د ادغام پروسه به له سره پیل شي: د دې پروسې په چوکاټ کې به پناه غوښتونکي د کار اجازه ولري او د فرانسوي ژبې کورسونه ته لاسرسی ولري.»

وړاندیزونه یې څه دي؟

دوی غواړي چې پناه غوښتونکي د خپلو دوسیو د بررسۍ پر مهال کار ته د لاسرسي اجازه ولري.

دوی دغه راز د کورنیو د یو ځای کېدو پروسې په هکله یو شان دریځ لري.

فرانسه کې د مهاجرو د ښه هرکلي لپاره مېلانشون وایي چې د کډوالۍ نړیوالې ادارې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان په همغږۍ سره د نړیوالو معیارونو پر اساس د هرکلي مرکزونه جوړوي.

یانیک جادو وایي چې د «ملاتړ وزارت» جوړوي.

فابین روسل وایي چې اداري توقیف ځایونه باید وتړل شي. په وینا یې: «دغه مرکزونه او همداراز هوایي ډګرونو او سرحدونو کې د انتظار زونونه به تړل کېږي.»

ایا دا کار شونی دی؟

پناه غوښتونکي‌ اوس هم کار کولی شي خو اداري مراحل یې پېچلي دي. پناه غوښتونکي فرانسې ته له راتګ سره په لومړیو شپږو میاشتو کې د کار اجازه نه لري خو وروسته بیا کار کولی شي. خو کارفرمایان باید ټول اداري مراحل په انلاین ډول ډک کړي. دغه دوسیه باید قومندانیو ته وړاندې شي. قومندانۍ یې په هکله تصمیم نیسي.

د کورنیو یو ځای کېدنه اوس هم د فرانسې په قانون کې درج ده. خو دا یوه اوږده پورسه ده. د کورونا کړکېچ له امله دغه پروسه کې ځنډ راغی. نن سبا ډېر کم کسان کولی شي چې د خپلو کورنیو لپاره ویزه اخلي.

د تړونونو پر سر بحث

کوم تړونونه؟

د توکې تړون: دغه تړون د فرانسې او برتانیا ترمنځ سرحد مشخصوي. اوس د برتانیا سرحد په کالې کې دی.

د ډوبلین تړون: د اروپا د مهاجرتي سیاست تړون. کډوال هغه هیواد کې خپله دوسیه وړاندې کولی شي کوم چې د لومړي ځل لپاره هلته رسېدلي وي.

مېلانشون او جولیان بایو د دغو تړونونو خلاف دي.

دوی څه وایي: یانیک جادو وایي چې «د ډوبلین تړون باید لغوه شي ځکه چې غیرانساني‌ دی او مالي لګښت یې ډېر دی.»

ژاک لوک مېلانشون وایي: «باید له اروپایي تړونونو لکه د ډوبلین تړون څخه ووځو او هغه قوانین لغوه کړو چې فرانسه کې یې د پناه غوښتنې حق محدود کړی دی.»

ان هیدالګو وایي: «فرانسه باید د اغېزناکو پروسیجرونو او د ښه هرکلي لپاره اقدام وکړي.»

وړاندیزونه یې څه دي؟

ژان لوک مېلانشون وایي چې د توکې تړون پر سر باید له برتانیا سره خبرې اترې پیل شي او کالې کې د پناه غوښتنې اداره جوړه شي.

یانیک جادو وایي د اروپاي ملاتړ مکانیزم جوړ کړي ترڅو هیوادونه د کډوالو د منلو مسولیت ومني.

ان هېدالګو وایي چې غواړي د ډوبلین سیستم بیا کتنه وکړي ترڅو هیوادونه د خپل ظرفیت پر بنسټ د کډوالو هرکلی وکړي او یوې مشترکې حل لارې ته ورسېږي.

ایا دا کار شونی دی؟

د اروپایي ټولنې د ملاتړ مکانیزم اوس هم شتون لري او هدف یې دا دی چې کډوال چې ډېری یې ایټالیا او یونان ته رسېږي نورو هیوادونو ته مېشت کړل شي.

خو له ۲۰۱۵ راهیسې ځینو هیوادونو لکه پولنډ، هنګري، اتریش او چک د کډوالو له بیا مېشتونې سره مخالفت ښيي. 

 

نورې ليکنې