یوناني چارواکي وايي چې دغه هیواد سرحدي ځواکونو پرون یکشنبه پاروس ټاپو ته څېرمه نږدې سل کډوال ژغورلي دي چې ډېری یې افغانان دي. د یادو کډوالو کښتۍ سمندر کې له ستونزې سره مخ شوې وه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې د ژغورل شویو کډوالو روغتیایي وضعیت ښه دی. دوی چارواکو پاروس بندر ته انتقال کړي دي. ټاکل شوې ده چې دوی ټول د کورونا ویروس ازمایښت ترسره کړي.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې یاد مهاجر به چېرته ولېږدول شي. د یوناني سرحد ساتونکو په حواله د یادو کډوالو کښتۍ له ترکیې څخه د ایټالیا پر لور خپل سفر پیل کړی و.
تېره ډسمبر میاشت پاروس تاپو ته نږدې د کډوال د کښتیو ډوبېدنه پېښو کې تر ۳۰ زیات مهاجر وژل شوي وو.
بیا ولولئ: د ترکیې او یونان ترمنځ سمندر کې ۱۶ نور کډوال مړه شوي
یونان د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس په مرسته پر خپلو پولو امنیتي تدابیر سخت کړي دي چې له امله یې یوناني ټاپوګانو لکه لېسبوس او ساموس ته د رسېدونکو مهاجرو شمېر کې کموالی راغلی دی.
قاچاق وړونکي بیا له ترکیې څخه یونان ته د کډوالو د رسولو لپاره نوې لارې کاروي چې ډېری یې له ګواښونو ډکې دي.
د بشري حقونو سازمانونو په وار وار یونان په دې تورن کړی چې کډوال له خپلو اوبو څخه په شا تمبوي، خو یوناني چارواکي بیا دغه ادعاوې بې بنسټې بولي.
د یادولو ده چې د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې د لېسبوس ټاپو په یوه ساحل کې د ۷ کډوالو مړي موندل شوي وو چې په ډله کې یې نارینه او ښځې شاملې وې.