د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په یوه تازه راپور کې لیکلي چې د جګړو او طبیعي پیښو امله شاوخوا شپږ میلیونه خلک په افغانستان کې بې ځایه شوي دي. راپور کې راغلي چې څلور میلیونه افغانان په تیرو څلورو کلونو کې خپل هیواد څخه بهر کډوال شوي.
یاد سازمان ویلي چې د دغو بې ځایه شویو له ډلې شاوخوا ۴،۵ میلیونه يي د جګړو او نږدې ۱،۵ میلیونه يي د طبیعي پیښو له امله په ټول افغانستان کې بې ځایه شوي دي.
په راپور کې راغلي چې یوازې یو میلیون افغانان په هرات کې بې ځایه شوي. راپور زیاته کړې چې یوازې په ۲۰۲۱ کال کې ۱،۳ میلیونه افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان له بې ځایه شویو سره د بشري مرستو لپاره له نړیوالو د ۵۸۹ میلیونه یورو د مرستو غوښتنه کوي.
بل پلو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د آسیا برخې مشر ایندریکا رتوات چې افغانستان ته يي سفر کړی وايي چې میلیونه افغانان سختو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دغه چارواکی په خپله ټویټر پاڼه کې نن دوشنبه د مارچ په ۱۴ لیکلي:« زه په افغانستان کې یم، چیرته چې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري»
له ایران څخه په یوه ورځ د ۲۰۰۰ افغانانو بیرته راستنیدنه
د یو بل خبر له مخې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د سویل لویدیځ نیمروز ولایت له لارې شاوخوا ۲۰۰۰ افغانان له ایران څخه بیرته افغانستان ته ستانه شوي او یا هم اخراج شوي دي.
یاد وزارت په یو بیانیه کې راغلي چې دغه افغانان د یک شنبې په ورځ هیواد ته راستانه شوي چې له ډلې يي ۱۱۶۸ تنه يي مجرد نارینه وو او یو شمیر يي په زوره هم ایستل شوي دي. بیانیه زیاته کړې چې اړمنې کورنۍ د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر ته پیژندل شوي دي.