اسپانوي چارواکو پرون یکشنبه وویل چې د شنبې په ورځ یو کس چې ښایي مهاجر وي د فرانسې او اسپانیا ترمنځ بیداسوا سمندر څخه د تېرېدو پر مهال لادرکه شوی دی.
اسپانوي چارواکو پرون دوشنبه د مارچ ۱۳ وویل چې د اسپانیا او فرانسې پر سمندري پوله بیداسوا کې یو مهاجر لادرکه شوی دی.
چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «[د شنبې په ورځ] درېو کسانو ځانونه بیداسوا اوبو ته وغورځول خو یوازې دوه تنه یې وتوانېدل چې له سمندره تېر شي.» په وینا یې د اسپانیا ارون ښار کې یوه کڅوړه موندل شوې ده او چارواکو د لادرکه شوي کس د لټون عملیات پیل کړي دي.
د کډوالو په چارو کې د اسپانیا د شمالي برخې مسول خواویر لېګرریتا وایي چې ټول معلومات ښيي چې لادرکه شوی کس مهاجر دی. خو نوموړي د ده د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
د اسپانیا د بېړنیو خدماتو په حواله د لادرکه شوي مهاجر د لټون عملیات د شنبې ماښام په ۶ بجو پیل شول او تر دې دمه ادامه لري.
اسپانیا د فرانسې د پیرینې سیمې د ژغورونکو په مرسته د لادرکه شوي کس د موندلو لپاره درې کښتۍ او یوه چورلکه کارولې. د فرانسې د سیمې مشر او د بایون ښاروال ژان رنې اچګري بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به د «مهاجرو د خوندیتوب لپاره بېړني تدابیر نیسي.»
دا مهال د سختو امنیتي تدابیرو له امله له فرانسې څخه اسپانیا ته ناقانونه سفرونه ډېر خطرناک دي. د ۲۰۲۱ د جون په میاشت کې یوه فرانسوي کډوال نیوز ته ویلي وو چې «دلته تر مسافرو د پولیسو شمېر زیات دی.»
په ۲۰۲۱ کې یاده سیمه کې څو پېښې رامنځ ته شوې وې. اګست میاشت کې درې مهاجر، چې په ډله کې یې د ساحل عاج او ګینیا اوسېدونکي هم وو، بیداسوا کې ډوب شول. همدارنګه د اکټوبر میاشت کې درې الجزایریان سیبورې کې تر اورګاډي لاندې شول.
د پیرنې اتلانتیک قومندانۍ په حواله په ۲۰۲۱ کې د فرانسې او اسپانیا پر پوله د مهاجرو د نه منلو کچه ۱۲۰ سلنه لوړه شوې ده. ډېری دغه مهاجر د مراکش، الجزایر، تونس، مالي، ګینیا، د عاج ساحل او سنېګال دي.