د ارشیف انځور: د کډوالۍ نړیواله اداره
د ارشیف انځور: د کډوالۍ نړیواله اداره

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې یوازې په یوه ورځ کې دوه زره افغانان له ایرانه شړل شوي دي. پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته هره ورځ زرګونه افغانان ګاونډیو هیوادونو ته د ورتګ هڅه کوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه ورځ کې له ایرانه د ۲۰۰۰ تنه افغانانو د شړل کېدو خبر ورکوي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دغه کسان تېره یکشنبه د نیمروز له پولې افغانستان ته دننه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې یاده ډله کې ۷۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۱ کسانو ته رسېږي او ۱۱۶۸ مجرد نارینه شامل دي.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته زرګونه افغانان د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي. د طالبانو له خوا ګواښونو او تاوتریخوالي او همدارنګه بې وزلۍ او اقتصادي کړکېچ خلک دې ته اړ کړي چې ګاونډیو هیوادونو ته کډه وکړي. 

تېره میاشت د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو زارت ویلي وو چې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰۰ افغانان له ایرانه بېرته افغانستان ته ستنېږي او یا هم په زوره ستنېدو ته اړ کېږي.

دغه وزارت د فبرورۍ په ۲۳مه په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې تېرو درېو ورځو کې ۵۵۴۹ افغانان له ایران څخه افغانستان ته د ننه شوي چې په ډله کې یې کورنۍ او ماشومان هم دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال تر درېو میلیونو زیات افغانان په ایران کې اوسېږي چې له دې ډلې له دوو میلیونو څخه ډېر یې قانوني اسناد نه لري.

 

نورې ليکنې