د ښې اړخې ډلې نومانده والري پېکرس او مرکزي ګوند نوماند ایمانوېل مکرون. انځور:‌ رویټرز
د ښې اړخې ډلې نومانده والري پېکرس او مرکزي ګوند نوماند ایمانوېل مکرون. انځور:‌ رویټرز

د ښې اړخې ډلې نومانده والرس پکرس د کډوالۍ پر وړاندې سخت دریځ لري. نوموړې چې د جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده شوې وایي پناه غوښتنه باید په درېمو هیوادونو کې ترسره شي او د مهاجرو د سهمیه بندۍ قانون تصویب شي. د مرکزي ګوند نوماند امانوېل مکرون بیا وایي چې د پناه غوښتنې او اخراج پروسو باید چټکې شي او شېنګن زون سیستم کې باید بدلون رامنځ ته شي.

د پناه غوښتنې او اخراج پروسو چټکول

امانویل مکرون پرون پنجشنبه د ایل دو فرانس اوبرویلیه کې وویل چې غواړي د «پناه غوښتنې او اوسېدنې قانون بیاکتنه» وکړي. هغه وویل چې د اخراجونو پروسه باید چټکه شي او د استیناف لپاره نورې لارې هم وموندل شي.

ایا دا کار شونی دی؟

په ۲۰۱۸ کې مکرون د پناه غوښتنې او مهاجرت قانون په چوکاټ کې د پناه غوښتنې پر بیاکتنې ټینګار کړی و. دغه قانون د دوسیو د اروزلو موده له ۱۱ میاشتو ۶ میاشتو ته راټیټه کړه. د قانون له مخې کډوال فرانسې له رسېدو وروسته د ۹۰ ورځو په موده کې باید د پناه غوښتنه وکړي.

نوموړي‌ دغه راز غواړي چې د استیناف لپاره نورې لارې هم وموندل شي. په ۲۰۱۸ هغه وړاندیز کړی و چې د اوفپرا د رد ځواب او د پناه غوښتنې ملي محکمه کې د بیا کتنې غوښتنې ترمنځ موده باید ۱۵ ورځو ته راټیټه شي، خو دغه وړاندیز عملي نه شو. اوس کډوال حق لري چې د یوه میاشت په موده کې د استیناف غوښتتنه وکړي. 

والري پېکرس بیا وایي چې د پناه غوښتنلیکونو د ارزولو پروسه باید چټکه شي او دوو میاشتو کې پای ته ورسېږي. پناه غوښتونکي د دې پروسې پر مهال باید په مرکزونو کې وي او رد شوي کسان بیا وشړل شي.

ایا دا کار شونی دی؟ دا یوناني طریقه ده. خو اروپایي قوانین وایي چې پناه غوښتونکي په کوربه هیواد او یا ورته ځانګړو شویو سیمو کې د ازاد تګ راتګ حق لري. یوناني ټاپوګانو کې کډوال په داسې مرکزونو کې اوسېږي‌ چې تړلي‌ دي. سازمانونه بیا وایي‌ چې دغه مرکزونه زندان معلومېږي. د یادو ودانیو د پرانیستلو پر مهال ۴۵ سازمانونو او ټولنو له یونان او اروپایي ټولنې څخه د کمپونو د تړلو غوښتنه کړې وه.

په وینا یې دغه کمپونه د مهاجرو د هویت د معلومولو او د زیانمنونکو کسانو د ساتنې مخه نیسي. همدارنګه کمپونو کې مهاجر خدماتو ته لاسرسی نه لري او رواني حالت یې پکې خرابېږي.

اوسنی حکومت څه وایي؟ څو میاشتې مخکې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ساموس ټاپو ته د سفر پر مهال ورته دریځ نیولی و. نوموړي ویلي وو چې تړلي کمپونه باید اسپانیا، ایټالیا او مالتا کې هم جوړ شي. د نوموړي په حواله: «که ټول هیوادونه د یونان په څېر د خپلو پولو ساتنه وکړي، اروپا کې به د مهاجرت مسله دومره جدي نه وي.»

د کډوالو سهمیه بندي

والري پېکرس وایي چې هغه به د کډوالو د سهمیه بندۍ قانون تصویب کړي. مانا یې دا چې دوی به تصمیم ونیسي چې چا ته فرانسې ته د داخلېدو اجازه ورکړي او چا ته یې ور نه کړي.

هغه وړاندیز کوي چې دا قانون به د ټولپوښتنې وروسته د پارلمان له خوا تصویب شي.

ایا دا کار شونی دی؟ د اروپایي قوانینو ډاکټره تانیا راچو دېزنفوکس ټولنې ته وایي چې د اساسي قانون د ۱۱مې مادې له مخې ټولپوښتنه د سیاسي او اقتصادي پالیسیو په هکله ترسره کېدلی شي، خو باید د ټولپوښتنې موضوع له اساسي‌ قانون سره په ټکر کې نه وي. مانا یې دا ده چې دا به پر پناه غوښتنې او د کورنیو یو ځای کېدنې پروسی کوم اغېز و نه لري.

د ګرونوبل د عامه حقونو پروفیسوره سرژ سلما بیا دېزنفوکس ټولنې ته وایي چې د اقتصادي کډوالۍ او یا ټولنیزو مرستو ته د لاسرسي په هکله ټولپوښتنه ممکنه ده. خو دا به کومه فایده نه لري. دغه قواعد په عادي قوانینو کې راځي.

د فرانسې اوسنی ولسمشر او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند وایي چې سهمیه بندي د کاناډا او استرالیا په شان هیوادونو کې ممکنه نه ده، خو د فرانسې په څېر هیوادونو کې شونې نه ده.

یوازې هغه کسان له ټولنیزو مرستو برخمن کېدلی شي چې ۵ کاله فرانسه کې اوسېدلي وي

والري پېکرس وایي خلک ځکه فرانسې ته راځي چې دلته ټولنیز امکانات شته.

هغه وړاندیز کوي چې یوازې له هغو کسانو سره ټولنیزې مرستې (اې پې ال، ار اس آ…) کېږي چې پنځه کاله فرانسې کې اوسېدلي وي. خو هغه کسان چې د کاري پېښو، روغتیایي بیمې او د بې کارۍ بیمې ته یې ټکس ورکړی دوی بیا له مرستو څخه برخمن کېدلی شي.

ایا دا کار شونی دی؟ د ټولنیزو او کورنیزو چارو قانون له مخې د ار اس آ د ترلاسه کولو لپاره شخص باید په قانوني ډول پنځه کاله په فرانسه کې اوسېدلي وي. یوازې الجزایریان، د نړیوالې ساتنې سند درلودونکي، د ۱۰ کلن کارت خاوندان او هغه پلار او یا مور چې کوچني ماشومان لري پرته له دې شرط له ار اس آ څخه ګټه اخیستلي شي.

پاريس سېکلي کې د حقوقو پروفیسور لې سینیور سایټ ته وایي چې نورې ټولنیزې مرستې ټولو ته ورکول کېږي او ورکولو کې یې د فرانسویانو او بهرنیانو ترمنځ‌ توپیر نشته.

امانویل مکرون په دې اړه څه نه دي ویلي.

د توکې تړون پر سر بحث

والري پېکرس وایي چې د توکې تړون پر فرانسې ډېر فشار اچولی او برتانیا باید خپل مسولیت ادا کړي.

د نوموړي د کمپاین مشر پاتریک ستفانیني وایي چې برتانیا باید انګلیس کانال لاندې تونل، د بندرونو او په ځانګړې توګه د کالې بندر د امنیت ټینګول او د فرانسې نظارت هڅې تمویل کړي. دوی وایي چې برتانیا فرانسه کې د پناه غوښتنې مرکزونه جوړولی شي ترڅو دلته یې دوسیې وارزوي.

ایا دا کار شونی دی؟ دواړې خواوې کولی شي چې دغه تړون لغوه کړي، خو دا کار باید په مکتوب ډول او له دېپلوماتیکو لارو ترسره شي. د مکتوب له رسېدو دوه کاله وروسته به تړون لغوه کېږي.

خو د مهاجرتي چارو څېړونکی فرانسوا ګېنوک وایي چې که دغه قانون لغوه شي، یوه بله کاله به د برېتانیا په دوور او فورلکستون ښارونو کې جوړه شي.

امانویل مکرون د دې مفکورې سره مخالف دی.

فرانسه کې د پناه غوښتونلیکونو د ارزولو لغوه کول

والري پېکرس وایي چې پناه غوښتنلیکونه باید نورو هیوادونو کې د فرانسې سفارتونو ته او یا په سرحداتو کې وړاندې شي.

ایا دا کار شونی دی؟ نه، دا د نړیوالو قوانینو خلاف دی. ځکه چې د نړیوالو قوانینو له مخې د پناه غوښتنه باید په کوربه هیوادونو کې چارواکو ته وړاندې شي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وایي چې کوربه هیواد باید خپله خاوره کې پناه غوښتونکو ته پروسیجرونو، روغتیایي خدماتو، کار او زدکړو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د جنېوا کنوانسیون له مخې کوربه هیوادونه هغه کسان بېرته خپلو هیوادونو ته نه شي ستنولی چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ دي. د مهاجرو په شا تمبونه قانوني نه ده. د دغې نوماندې د وړاندیز مانا دا ده چې هغه مهاجر چې پولو ته رسېږي دوی باید بېرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي او هلته د پناه غوښتنه وکړي.

دا وړاندیز د اروپایي قوانینو خلاف دی. د قوانینو له مخې د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه باید د نورو هیوادونو اتباعو او بې تابعیته وګړو ته چې د دوی خاورې یا سرحد ته رسېدلي دي اجازه ورکړي چې د پناه غوښتنه وکړي.

بله مسله دا چې ټول پناه غوښتونکي نه شي کولی خپلو هیوادونو او یا ګاونډیو هیوادونو کې د پناه غوښتنه وړاندې کړي. د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې ډېری وختونه مادي امکانات او خوندیتوب نشته او دوی ډاډه نه دي چې قبولي به ترلاسه کړي که نه.

امانوېل مکرون په دې اړه څه نه دي ویلي.

هغه کم سنه مهاجر چې د هډوکو ازموینه نه مني بالغ بلل کېږي

والري پېکرس وایي چې ټول هغه کسان چې د هډوکو ازموینه نه مني بالغ بلل کېږي او د دوسیو د ردېدو په صورت کې یې اخراجېدونکي دي.

ایا دا کار شونی دی؟ د فرانسې د اساسي قانون شورا د ۲۰۱۹ په مارچ کې د هډوکو ازموینې د ترسره کېدو اجازه ورکړه خو ټینګار یې وکړ چې قاضیان دې پر دغې ازموینې له اندازې زیات باور و نه کړي. دوی وایي چې د اساسي قانون له مخې کم عمر لرونکي کسان باید له قانوني ساتنې څخه ګټه پورته کړي او د هغوی د عمرونو د معلومولو لپاره لازمي تدابیر ونیول شي ترڅو زیان ور نه رسېږي.

امانوېل مکرون په دې اړه څه نه دي ويلي.

شېنګن زون کې بدلون

امانویل مکرون وایي چې شېنګن زون کې باید د نظارت شورا او د ملاتړ مکانیزم جوړ شي چې د کړکېچ په صورت کې چمتووالی ولري. هغه د فرانتکس د پیاوړي کېدو غوښتونکی دی.

ایا دا کار شونی دی؟ اروپایي شورا د ډسمبر پر ۱۴مه د شېنګن زون په اړه ځینې وړاندیزونه وکړل. د دغو وړاندیزونو له مخې د شېنګن زون یو غړی هیواد کولی شي چې ناقانونه مهاجر ونیسي او سرحدي سیمې او بیا هغه ګاونډي هیواد ته یې واستوي چې دوی له یاد هیواده په تېرو سره شېنګن زون ته دننه شوي دي.

وړاندیزونو کې دا هم ویل شوي چې د درېمو هیوادونو له خوا د مهاجرو د ابزاري ګټه اخیستو مخه ونیول شي.

والري پېکرس د شېنګن تړون او د اروپا د مهاجرتي سیستم باید د بیا کتنې غوښتونکې ده. هغه ټینګار کوي چې ټول هغه کسان باید بایمتریک شي چې اروپا ته داخلېږی. په وینا یې فرانتکس ۱۰۰۰۰ نورو سرتېرو ته اړتیا لري.‌

 

نورې ليکنې