آرشيف انځور ـ سوېډن کي په ۲۰۱۵ کال مهاجر | انځور: ډي پي اې، پيکچر الاينس
آرشيف انځور ـ سوېډن کي په ۲۰۱۵ کال مهاجر | انځور: ډي پي اې، پيکچر الاينس

په داسي حال کي چي له اوکراين څخه په سلونو زره وتلي مهاجر لوېديځي اروپا ته پر لور دي، د سوېډن پر پولو حکومتي پلان اعلان سو.

د سوېډن هيواد حکومت غواړي چي د دغه هيواد پر سرحدونو کنټرول پوستې بيرته فعاله کړي. دغه پوستې به د هغو کسانو اسناد کنټرولوي چي دغه هيواد ته داخليږي. دا په داسي حال کي چي د اوکراين د جګړې له کبله د دويمي نړيوالې جګړې راوروسته په لومړي ځل په اروپا کي په چټک سرأت د مهاجرو حرکت پېل سوی دی. د سټولهولم حکومت پر پولو د کنټرول د پلان د پنجشنبې په ورځ اعلان کړ.

د سوېډن حکومت غواړي چي د کنټرول هغه ميکانيزم بېرته فعال کړي چي په ۲۰۱۵ کال يې د مهاجرت د بحران پر وخت فعال کړی ؤ. هغه وخت زيات شمير مهاجر د سرويس موټرونو، اورګاډو او کښتيو له لاري و سوېډن ته داخل کېدل او پر سرحدونو د هغوی اسناد د کنټرول پوستو له خوا کتل کېدل.

خو د سوېډن د حکومت ياد پلان لومړی بايد چي و پارلمان ته د تصويب لپاره وړاندي کړل سي.

سوېډن په ۲۰۱۵ کال د مهاجرت د بحران پر وخت يو عبوري قانون معارفي کړ چي په ترڅ کي يې د ترانسپورت کمپنيو ته اجازه ورکړه چي د اشخاصو د اسنادو کنترول وکړي. خو د یاد مؤقتي قانون ميعاد پای ته رسېدلی دی. اوس د سوېډن حکومت وړانديز کړی دی چي نوی قانون به د اپريل په اتمه نېټه راسي او هغه به هم مؤقتي وي. خو ناروې تګ راتګ به له دغه څخه مستثنی وي.

د ځايي راډيو ډي آر د راپور پر اساس هره ورځ و ډنمارک ته اوکرايني مهاجر رسيږي چي بېرته آلمان ته په دې دليل لېږل کيږي ولي چي بيومېتريکي پاسپورټونه نه لري. په دې دليل هم هغوی بېرته جوابيږي چي ګواکي له ډنمارک څخه د ترانزيتي هيواد په توګه کار اخيستل غواړي.

د ډنمارک د راډيو ډي آر په راپور کي ويل سوي چي ډنمارکي پوليس هره ورځ د لسو او شلو تر منځ مهاجر راګرځوي. دغه راپور د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۱۵مه) خپور کړل سو. يادي راډيو د خپلو معلوماتو منبع د ډنمارک پوليس بللي دي.

هغه اوکرايني مهاجر چي له آلمان څخه ډنمارک ته داخل کيږي، ورڅخه اکثريت يې بيومېتريکي پاسپورټونه لري او د اوسنيو قوانينو له مخي هغوی په ډنمارک کي ۹۰ ورځي پاته کيدلای سي. 

هغه اوکراينيان چي غواړي د ترانزيتي هيواد په توګه تر ډنمارک تير سي، چارواکي له هغوی څخه هم بيومېتريکي پاسپورټونه طلب کوي. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې