امانوېل مکرون، ژرالد دارمنن او مارلین شیاپا اکرایني مهاجرو مرکز کتنې پر مهال، د مارچ ۱۵. انځور: رویټرز
امانوېل مکرون، ژرالد دارمنن او مارلین شیاپا اکرایني مهاجرو مرکز کتنې پر مهال، د مارچ ۱۵. انځور: رویټرز

د فرانسې ولسمشر د سه شنبې په ورځ وویل چې هیواد یې چمتو دی چې اوکرایني مهاجرو ته سرپناه ورکړي او ورته روغتیایي خدمات برابر کړي. په وینا یې فرانسې پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته له افغان مهاجرو سره هم ورته چلند کړی و. خو ایا د نوموړي خبره سمه ده او د اکرایني او افغان مهاجرو ترمنځ توپیري چلند نه دی شوی؟

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د سه شنبې په ورځ وویل چې فرانسه او اروپایي ټولنه له اکرایني مهاجرو سره د سرپناه، روغتیایي خدماتو او نورو برخو کې مرسته کوي. په وینا یې تر دې دمخه فرانسې عراقیانو، سوریایانو او افغانانو ته هم ورته خدمات برابر کړي وو. خو ایا دغه خبره سمه ده؟

۱. سرپناه

د فرانسې لومړي وزیر ژان کستکس په حواله فرانسې د اکرایني مهاجرو د هرکلي لپاره ۱۱۳۷ نوې سرپناوې پرانیستې دي.

همدارنګه د فرانسې حکومت داسې یو پروګرام پیل کړی چې له مخې یې فرانسویان کولی شي اکراینیانو ته خپلو کورونو کې ځای ورکړي. تر دې دمه ۳۰ زره فرانسویانو د اکراینیانو هرکلي ته چمتووالی ښوولی دی.

پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته د فرانسې ولسمشر ویلي وو چې فرانسه چمتو ده د هغو کسانو ساتنه وکړي چې له ګواښ سره مخ دي. خو هغه دا هم ویلي وو چې هیواد یې «د کډوالو د لویو څپو» مخه نیسي.

پاریس د افغانانو د هرکلي لپاره نوې سرپناوې نه وې پرانیستې. له افغانستانه ایستل شویو شاوخوا ۲۶۰۰ کسانو ته د سرپناه ملي سیستم په چوکاټ کې سرپناه ورکړل شوې وه.

خو هغه افغانان چې د طالبانو له راتګ څو میاشتې وروسته یې ځانونه فرانسې ته ورسول، دوی اوس د پاریس او کالې د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي.

۲. د اوسېدو اجازه

اروپایي ټولنې پرېکړه کړې ده چې اکرایني مهاجرو ته د لنډمهال لپاره پناه ورکړي. د دې پرېکړې له مخې اکرایني مهاجر کولی شي چې په اتوماتیک ډول فرانسه کې د یو کال لپاره د اوسېدو اجازه ترلاسه کړي او د اروپایي ټولنې نورو هیوادونو ته سفر وکړي. همدارنګه دوی په فرانسه کې د کار اجازه لري او خپل کارتونه هم تمدیدولی شي.

د افغانستان د کړکېچ پر مهال اروپایي هیوادونو مختلف تدابیر نیولي وو. فرانسې د ایستل شویو افغانانو لپاره ځانګړې غرفه پرانیستې وه. دغې غرفې افغانانو ته اجازه ورکوله چې د نورو کډوالو پرتله په چټکۍ سره د پناه غوښتنه وکړي، خو دا د پناه غوښتنې پخوانی سیستم دی او افغانانو کوم ځانګړي ساتنیز سیستم ته لاسرسی نه درلود.

بیا ولولئ: فرانسه: کالې کې مهاجر پوله سازمانونه د اکراینیانو او نورو مهاجرو ترمنځ پر توپیري چلند نیوکه کوي

هغه افغانان چې کابل کې پاتې شوي او یا ګاونډیو هیوادونو ته یې کډه کړې اړ دي چې د فرانسې سفارتونو کې د پناه غوښتنه وکړي. دا مهال ګڼ شمېر هغه افغانان چې په پاکستان کې دي دې ته انتظار باسي چې فرانسه کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شي. د کورنیو د یو ځای کېدنې پروسه کې هم هېڅ بدلون نه دی راغلی.

د یادولو ده چې له تېر اوړي راهیسې فرانسه ډوبلیني شوي افغانان د اروپا نورو هیوادونو ته هم استوي چې له امله یې ښایي یاد کسان افغانستان ته د اخراج له ګواښ سره مخ شي.

همدارنګه فرانسه لا هم افغانان اداري توقیف ځایونو ته لېږدوي. د فبرورۍ پر ۲۳مه یو افغان کډوال چې ویل یې کم سن دی اداري توقیف ځای ته واستول شو او د فرانسې د خاورې د پرېښودو سند هم ترلاسه کړ. 

۳. روغتیایي خدماتو او کار ته لاسرسی

افغانان او نور مهاجر فرانسې ته له رسېدو سره سم د کار اجازه نه لري. دوی د خپلو پناه غوښتنلیکونو د وړاندې کولو شپږ میاشتې وروسته د کار اجازه ترلاسه کوی، خو په عمل کې زیات شمېر کارفرمایان پناه غوښتونکي په کار نه ګوماري.

اکرایني مهاجر روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري. د افغانانو په ګډون نور پناه غوښتونکي کولی شي چې د پوما سیستم په چوکاټ کې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ومومي، خو پروسیجرونه یې یو څه اوږد دي. د فرانسې حکومت په ۲۰۲۰ کې د پناه غوښتونکو لپاره روغتیایي خدماتو ته لاسرسی محدود کړی و. 

 

نورې ليکنې