فرانسه کې مهاجر پلوه سازمانونو په خپل کلني راپور کې لیکلي دي چې تېر کال د فرانسې په اداري توقیف ځایونو کې بې سنده بهرنیان له «نامناسب» او «نامتناسب» چلند سره مخ شوي دي.
هغو پنځو سازمانونو چې د فرانسې اداري توقیف ځایونو ته لاسرسی لري په خپل کلني راپور کې لیکلي دي چې په ۲۰۲۱ کې ګڼ شمېر کسان به مناسب دلیل پرته توقیف ځایونو ته لېږدول شوي دي.
دغو سازمانونو چې ډله کې یې سیماد او فرانس تېر دزیل هم دي ویلي ډېری وختونه د بې سنده بهرنیانو بندي کول د دوی له وضعیت سره تناسب نه لري او نامناسب چلند ورسره کېږي.
په ۲۰۲۱ کې فرانسې د نورو اروپایي هیوادونو پرتله زیات شمېر بهرنیانو ته د خاورې د پرېښودو سندونه ورکړي دي. د فرانسې حکومت دغه راز ۴۲۳۵۳ سند نه لرونکي بهرنیان اداري توقیف ځایونو ته اچولي چې یوازې ۲۶۴۸۵ تنه یې د مایوت په توقیف ځای کې دي.
همدارنګه توقیف ځایونو کې د بند په موده کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. خو سازمانونه وایي چې د روغتیایي کړکېچ پر مهال یادو تدابیرو ځکه فایده نه درلوده چې د کورونا له امله لګول شویو بندیزونو د زیاتو کسانو د اخراج مخه ونیوله.
بیا ولولئ: کډوال: فرانسه کې د بهرنیانو د ازادیو د سلب ځایونه کوم دي؟
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت تر دې دمه په ۲۰۲۱ کې بهرنیانو ته د ورکړل شویو د خاورې د پرېښودو د سندونو شمېر نه دی خپور کړی.
په راپور کې راغلي چې د بهرنیانو بندي کول د دې سبب شوي دي چې په تړلو مرکزونو کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر کې هم زیاتوالی راشي.
دوی دغه راز ویلي چې د هغو کسانو شمېر هم لوړ شوی چې له زندانه تر خوشي کېدو وروسته توقیف ځایونو ته استول شوي دي. په وینا یې د یادو کسانو شمېر کې ۲۳،۵۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.