صادق وایي تخلیې عملیاتو کې و نه توانېد چې هوایي‌ ډګر ته داخل شي. انځور: پېکچر الاینز، له ارشیف څخه.
صادق وایي تخلیې عملیاتو کې و نه توانېد چې هوایي‌ ډګر ته داخل شي. انځور: پېکچر الاینز، له ارشیف څخه.

پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته ګڼ شمېر افغانانو له خپل هیواد څخه د وتلو هڅه وکړه. خو ډېری کسان و نه توانېدل چې له هیواده ووځي. صادق هغه افغاني الاصله برتانوی دی چې وایي مېرمن او لور یې د برتانیا تابعیت نه لري او هغه نه شي کولی چې خپلې کورنۍ له افغانستانه وباسي. د نوموړي د سترګو لیدلی حال.

«زه ۳۸ کلن او د افغانستان د سوېل ختیځ زون اصلي اوسېدونکی یم. ما تېر کال د جولای په میاشت کې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره افغانستان ته سفر وکړ. خو کله چې دلته راغلم، پخوانی نظام نسکور شو او طالبان واک ته ورسېدل. 

له کابل هوایي ډګر څخه د خلکو د تخلیې عملیاتو په جریان کې مې له برتانوي چارواکو سره اړیکه ونیوله. دوی را ته وویل چې د کابل هوایي ډګر ته باید ځان ورسوم. خو هوایي ډګر مخ ته زرګونه کسان ولاړ وو. دوی ټولو غوښتل چې له هیواده ووځي. ډېره هڅه مې وکړه چې هوایي ډګر ته داخل شم، خو بریالی نه شوم. زما مېرمن او ماشومان هم راسره وو. 

له هوایي ډګر څخه کور ته ستون شوم

د تخلیې عملیاتو په وروستیو ورځو کې هوایي ډګر مخ ته چاودنه وشوه. عملیاتو کې هم ځنډ راغی. زه بېرته خپل کور ته ستون شم ځکه چې بله چاره نه وه را پاتې. 

په سپټمبر میاشت کې مې په ډېرې سختۍ سره پاکستان ته ځان ورساوه. غوښتل مې چې د برېتانیا سفارت ته ولاړ شم. دوی ما ته وویل چې ته او ستا هغه دوه ماشومان چې برتانوي تابعیت لري برېتانیا ته تللی شئ، خو مېرمن او لور دې د برېتانیا تابعیت نه لري نو ځکه درسره نه شي‌ تللی. دوی ویزې ته اړتیا درلوده. خو دا یوه ډېره اوږده او پېچلې پروسه وه.

یوه میاشت وروسته مې د ویزې موده ختمه شوه. د خپلې ویزې د تمدیدېدو غوښتنه مې وکړه. خو پاکستاني چارواکو منفي ځواب راکړ. له مجبورۍ بېرته افغانستان ته ستون شوم.

چارواکي سم ځواب نه راکوي

له هماغه وخت راهیسې هڅه کوم چې له برتانوي چارواکو سره اړیکه ونیسم. دوی سم ځواب نه راکوي. د برتانیا د مشترکو منافعو بهرنۍ ادارې ته مې تېلېفون وکړ. پوښتنه مې دا وه چې زما او زما د کورنۍ د غړو نومونه د افغانانو د بیا مېشتولو لېست کې دي که نه دي. دوی را ته وویل چې د برتانیا کورنیو چارو وزارت سره باید تماس ونیسم. د کورنیو چارو وزارت بیا وویل چې دوی خلکو ته نه شي ویلی چې نومونه یې دغه لېست کې شامل دي که نه. خو دا یې هم وویل چې موږ تاسې نه هېروو.

د افغانانو د بیا مېشتولو پروسه څو کاله وخت نیسي. زه نه پوهېږم چې په دغه موده کې څه باید وکړم. دلته ډېر مشکلات شته. که اوسنیو چارواکو ته خبر ورسېږي چې زه برتانوی یم، دا به ما ته مشکل جوړولی شي.

نه غواړم چې له خپلې مېرمنې او لور پرته برتانیا ته ولاړ شم. دوه نور ماشومان مې د برتانیا تابعیت لري.

لندن کې مې خپل کار له لاسه ورکړ

په ۲۰۰۵ کې برتانیا ته ورغلم او په ۲۰۱۶ کې مې برتانوی تابعیت ترلاسه کړ. د برتانیا د قانون له مخې هغه ماشومان چې د خپلو پلرونو د تابعیت ترلاسه کولو وروسته زېږېږي دوی په اتوماتیک ډول د برتانیا تابعیت ترلاسه کوي. خو لور مې زما د تابعیت ترلاسه کولو مخکې زېږېدلې وه، نو ځکه هغه برتانوی تابعیت نه لري. د خپلې مېرمنې او لور لپاره مې له کلونو راهیسې د تابعیت غوښتنه کړې، خو دا پروسه ډېره اوږده ده او پر تابعیت غوښتونکو زیات لګښت راځي. 

لندن کې مې ازاد کار درلود. خپل کار مې هم له لاسه ورکړ. نور هلته کور هم نه لرم. اوس یوازې غواړم چې وپوهېږم چې نوم مې د افغانانو د بیا مېشتولو لېست کې شته که نه. دلته مې برخلیک بېخي نامعلوم دی. له چارواکو څخه مې هیله دا ده چې ستونزو ته مې رسیدګي وکړي.»

 

نورې ليکنې