برتانوي ځواکونه د جنورۍ په ۱۰مه د کډوالو یوه ډله دوور ساحل ته انتقالوي. انځور: رویټرز
برتانوي ځواکونه د جنورۍ په ۱۰مه د کډوالو یوه ډله دوور ساحل ته انتقالوي. انځور: رویټرز

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت په حواله برېتانوي ځواکونو پرون دوشنبه د مارچ ۲۱مه انګلیس کانال کې تر ۲۰۰ ډېر مهاجر نیولي دي. یاد کډوال په شپږو کښتیو کې سپاره وو.

د برېتانوي رسنیو د راپورونو له مخې نیول شویو مهاجرو کې ښځې او واړه ماشومان هم شامل دي. د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت دوی کېنت ساحل ته انتقال کړي دي.

د یادولو ده چې یوازې په مارچ میاشت کې نږدې ۲۰۰۰ کډوالو د انګلیس کانال له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي دي. د روان میلادي کال له پیل راهیسې برتانیا ته د رسېدلو مهاجرو شمېر ۳۴۴۴ کسانو ته رسېږي چې د تېر کال پرتله ۳۰۰ سلنه زیاتوالی ښيي. په ۲۰۲۱ کې تر ۲۸۵۰۰ ډېر کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته اوښتي وو.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې په ۲۰۲۱ کې له فرانسوي ځواکونو سره ګډ کار برتانیا ته د ۲۳ زرو مهاجرو د اوښتو مخه نیولې ده. په ورته مهال د ۲۰۲۰ له جولای راهیسې نږدې ۴۰۰ قاچاق وړونکي هم نیول شوي دي.

د کالې په سواحلو کې د امنیتي تدابیرو سربېره لا هم ګڼ شمېر کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د ورتګ هڅه کوي.

تېره میاشت فرانسوي چارواکو ویلي وو ټاکل شوې ده چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو د اوښتو د مخنیوي لپاره د فرانسې په شمالي سواحلو کې امنیتي کمرې ولګول شي. 

همدارنګه څو اونۍ مخکې د برېتانیا استخباراتي کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې شاوخوا نیم میلیونه افغانان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي چې ګڼ شمېر يې اروپا او بیا د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته روان دي. برېتانوي چارواکو د کډوالۍ د دغې نوې څپې سره د مقابلې لپاره خبرې کړې وې.

د یادولو ده چې تېر کال یاد کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل.‌ د روان کال په جنورۍ میاشت کې یو بل کډوال دغه سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 

نورې ليکنې