د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې پرون دوشنبه وویل په داسې حال کې چې اکراینیان د جګړې له امله د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي، د اکرایني ماشومانو د قاچاق په اړه اندېښمنه ده.
د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې یلوا جوهانسون پرون دوشنبه استونیا کې یوې رسنیزې غونډې ته وویل چې د نږدې ۳،۳ میلیونو اکرایني مهاجرو له ډلې نیمایي یې ماشومان دي. نوموړې زیاته کړه چې اروپا ته د میلیونونو نورو اکرایني کډوالو د راتګ امکان شته.
اکراین یو له هغو هیوادونو دی چې د یتیمو ماشومانو شمېر پکې ډېر دی.
د یادې کمېشنرې په حواله دا خطر شته چې دغه ماشومان وتښتول شي او یا برمته ونیول شي. په وینا یې: «د زیانمنونمو کډوالو ماشومانو د قاچاق خطر ډېر جدي دی.»
بیا ولولئ: اروپایي هیوادونه اکرایني مهاجرو د لنډمهال لپاره پناه ورکوي
هغې دا هم وویل چې تر دې دمه اروپایي سرحداتو کې د بې سرپرسته ماشومانو شمېر ډېر کم دی او دوی د قاچاق د لږو پېښو په هکله راپورونه ترلاسه کړي دي.
خو په وینا یې اکرایني پولیسو، سیاسي فعالانو او سازمانونو د ځینو پېښو په هکله خبرداری ورکړی دی او معمولاً د کډوالۍ لویو څپو په جریان کې ورته پېښې رامنځ ته کېږي.
هغې زیاته کړه چې «موږ باید دې ته انتظار و نه باسو چې د ورته پېښو راپورونه را ورسېږي». نوموړې د یادو پېښو د مخنیوی لپاره د یو کمپاین پر پیلېدو ټینګار وکړ.
آغلې جوهانسون وویل چې د کډوالو د تښتولو او یا برمته کولو پېښې په ځانګړې توګه په سرحداتو کې رامنځ ته کېږي، ځکه ځینې خلک، چې په اصل کې قاچاق وړونکي دي، د رضاکارانو او یا ژغورونکو په جامو کې زیانمنونکو کسانو ته د سرپناه ورکولو وړاندیز کوي.