طالبانو د نجونو پر ښوونځیو بندیز تمدید کړ. انځور: رویټرز، له ارشیف څخه
طالبانو د نجونو پر ښوونځیو بندیز تمدید کړ. انځور: رویټرز، له ارشیف څخه

د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي‌ چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز تر بیا امر پورې غځول شوی دی.

د باختر خبري اژانس په یو راپور کې ویل شوي دي چې د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو او لیسو د پرانیستلو پرېکړه ځنډول شوې ده.

د یاد اژانس په حواله د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي‌ دي چې د نجونو ښوونځي به هغه وخت پرانیستل شي چې د شریعت او افغاني کلتور سره سم د ښوونځیو یونیفورمونه چمتو شي.

زیاته شوې ده چې په دې اړه باید یوه هراړخیزه طرحه جوړه شي او بیا د طالبانو مشرتابه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو امر وکړي.

تر دې دمخه طالبانو ویلي وو چې سر له ننه به په یخو سیمو کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

بیا ولولئ: د ښځو نړیواله ورځ: «د بې وزلۍ او بې کارۍ پر وړاندې مبارزه کې ښځې یوازې پرې نه ږدئ»

په ورته مهال د بخښنې عمومي ادارې د طالبانو د دغې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یادې ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکي چې دغه راپورونه چې له مخې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نه شي تللی «د اندېښنې وړ» دي.

همداراز یوناما د طالبانو د دې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافېر مک کړي هم یاده پرېکړه «ناهېله کوونکې» بللې ده. نوموړي زیاته کړې ده چې دا پرېکړه د طالبانو له ژمنو او خبرو سره په ټکر کې ده.

 

نورې ليکنې