د آلمان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فېزر | انځور: پيکچر الاينس
د آلمان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فېزر | انځور: پيکچر الاينس

په اروپايي اتحاديې کي پر دې توافق موجود دی چي له اوکراين څخه بايد مهاجر ومنل سي. خو د مهاجرو د ويش په تړاو په عمل کي دغه توافق نه تر سترګو کيږي.

د آلمان د کورنيو چارو وزيري نېنسي فيزر د اروپايي اتحاديې پر نورو غړو هيوادونو ږغ کړی دی چي په اتحاديه کي د مهاجرو ويش بايد عادلانه وي. هغې په دې ترڅ کي د نورو غړو هيوادونو پر مسؤليت ټينګار کړی دی چي بايد له اوکراين څخه مهاجر سوو انسانانو ته ځای ورکړي.

آلمانۍ داخله وزيري نه يوازي په ټوله اروپايي اتحاديه کي د اوکرايني مهاجرو د عادلانه ويش غوښتنه وکړه بلکه هغې په آلمان کي دننه هم په ايالتونو کي د ځانګړي سهميې پر اساس د اوکرايني مهاجرو د وېش وړانديز وکړ.

فيزر ويلي: «د جګړې له اولي ورځي څخه موږ د ايالتونو سره په ډېره نژدې همکاري پر دې کار کوو چي د مهاجرو د منلو او د هغوی د مراقبت بايد څنګه انسجام سي.» د سوسيال دموکرات ګوند دغي سياستوالي يادي څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د آلمان رسنيزي ډلې ريداکسيونسنېتڅوېرک دويچلاند ته کړي دي.

د هغې په وينا د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ تېره پنجشنبه لا د آلمان د ايالتي وزيرانو سره پر دې خبري او مشورې وکړې چي د مهاجرو مراقبت، د هغوی د ادغام او ژبي کورسونه، طبي مراقبت او د کار په بازار کي د هغوی لپاره د کار موندلو موضوعات بايد څنګه حل کړل سي. فيزر وويل چي آلمان د مهاجرو د تيرو تحرکاتو په پرتله دا ځلي بهتره چمتوالی لري.

د آلمان د کورنيو چارو وزيري وويل چي اوس تر ټولو لومړيتوب دا موضوع لري چي په اروپايي اتحاديه کي د مهاجرو ويش بايد عادلانه وي. د هغې په وينا په دې کي د اروپايي اتحاديې د ټولو غړو تفاهم ؤ چي له اوکراين څخه به مهاجر منل کيږي. د هغې په وينا البته دغه هوډ ته بايد اوس عملي جامې هم ور واغوستل سي.

فېزر وويل چي د پنجشنبې په ورځ به د جي ۸ هيوادونو د کورنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي دا پوښتنه هم مطرح کړي چي له اروپايي هيوادونو څخه دباندي لکه په کاناډا، متحده ايالاتو او جاپان کي هم څنګه اوکرايني مهاجر پناه ترلاسه کولای سي.

د اوکراين له تر ۴۴ مليونو څخه زيات نفوس څخه تر درې مليونو زيات يې له اوکراين څخه دباندي مهاجر سوي دي. اروپايي اتحاديه اټکل کوي چي تر لسو مليونو پوري اوکراينيان ښايي مهاجر سي. آلمان ته تر مخه لا تر ۲۳۲ زرو څخه زيات اوکرايني مهاجر رسېدلي دي. دا چي دغه شمير د آلمان د سرحد ساتونکو فدرالي پوليسو له خوا تر کنټرول وروسته ثبت سوی دی، اټکل کيږي چي بېله کنټرول څخه به هم زيات اوکراينيان آلمان ته داخل سوی وي او شمېر به يې لا زيات وي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې