د پاریس هوايي ډګر ته له کابل څخه تازه رارسیدلي افغانان. ۱۸ اګست، ۲۰۲۱. انځور: پیکچر الیانس
د پاریس هوايي ډګر ته له کابل څخه تازه رارسیدلي افغانان. ۱۸ اګست، ۲۰۲۱. انځور: پیکچر الیانس

د بشري حقونو د څار سازمان خبر درارۍ ورکړی چې ډیرۍ هغه افغانان چې شاوخوا ۶ میاشتې وړاندې له افغانستان څخه فرانسې ته راوستل شوي، لاهم رواني او روغتیايي فشار سره مخامخ دي. یاد سازمان وايي چې دغه کډوال روغتیايي ملاتړ ته اړتیا لري.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۴مه په خپله اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته ډیرۍ دغه افغانان په ناڅاپي ډول خپل هیواد پریښودو ته اړ شول او په ځینو حالاتو کې دوې خپلې کورنۍ په افغانستان کې پریښودل.

د تیر کال اګست میاشت کې د کابل له سقوط وروسته د فرانسې دولت له ۳ زرو څخه ډیر خلک له افغانستان څخه وویستل.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپله اعلامیه کې لیکلي چې ډیرۍ دغه ایستل شوي افغانان په لومړیو دریو میاشتو کې په فرانسه کې روغتیايي بیمه نه درلوده نو ځکه دوی له روغتیايي خدمتونو څخه محروم پاتي ول. یاد سازمان له کوربه دولت څخه غواړی چې دغو افغانانو ته غوره روغتیايي او روانې مرستې وړاندې کړي.

نور ولولئ: فرانسه: له افغانستان څخه ټولټال ۲۶۰۰ کسان افغان را ایستل شوي

دغه نادولتي سازمان وايي چې د فرانسې لرو پرتو سیمو ته د افغانانو استول د روغتیايي بیمې چاره لا ستونزمن کړې.

که څه هم چې په دې وروستیو کې فرانسې ته راوستل شوي افغانان د نورو هغو په پرتله نسبتا له یو شمیر مرستو برخمن شوي خو یو شمیر دغه کډوال بیا د بشري حقونو د څار سازمان سره په مرکه کې ویلي چې دوې له اضطراب، خپګان، بې خوبۍ، درد او رواني فشار سره مخ دي.

یو تن افغان د بشري حقونو سازمان ته وویل:« زه په فرانسه کې بستر یم خو ذهن مې په افغانستان کې دی. یوې ښځې وویل:« زه له خپل هیواد سره مینه لرم. زه له خپلو خلکو سره مینه لرم خو زه له دې ځایه هیڅ نشم کولای. ما سخته ضربه لیدلې او ځینې شیان هیروم،حتی خپل نوم هیروم.»

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د اوکراین له جګړې څخه د تښتیدلو کډوالو او افغان، سوریايي او عراقي کډوالو ترمنځ دوه ګوني چلند په اروپا کې ګڼ شمیر غبرګونونه راپارولي.

 

نورې ليکنې