آرشيف انځور
آرشيف انځور

په آلمان کي د بشري حقونو د انسټيټيوټ په وينا دغه هيواد ته راغلي زيات شمير مهاجر ماشومان د زېږېدنې اسناد نه لري چې د یاد سازمان په وینا دوې له خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخي وي. د دغو ماشومانو کره شمیر معلوم نه دی.

له يادي ادارې څخه کلاوديا کيټل و کاتوليکي خبري آژانس ته وويل: «موږ ته هر کال په سلونو د دا ډول ستونزمنو مواردو په هکله پوښتني رسيږي او موږ د مهاجرو لپاره د اړونده بيلو ادارو څخه خبر يو چي دا ډول زيات موارد ورته پر مېز پراته دي.» د کيټل په وينا په زياتو مواردو کي د مرستي غوښتونکي دغه کسان هغه څوک وي چي خپل هويت نسي تثبيتولای. 

د يادي ادارې په وينا دا چي زيات مهاجر د زېږېدنې پسند نه لري، وجوهات يې ډېر بېلابېل دي. د کيټل په وينا زيات وختونه د ماشومانو مور او پلار په يو سند سره خپل هويت نسي تثبيتولای، ځکه چي هغوی مهاجر سوي وي.

په آلمان کی د بېلګي په توګه د تابعيت ترلاسه کولو لپاره د زېږدنې پاڼه درلودل حتمي دي. په همدې شان د واده او د ميراث د سند ترلاسه کولو لپاره د زېږېدني پاڼه يا سند غوښتل کيږي. د کيټل په وينا «د زېږېدنې پاڼه د ژوند په ټول جريان کي مهمه وي. که څه چي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کنوانسيون د ماشومانو لپاره د زېږېدنپاڼي د ورکړي تضمين کوي، خو بيا هم په آلمان کي زېږېدونکي ماشومان هيڅ زېږېدنپاڼه نه ترلاسه کوي او يا يې په ډېر ځنډ ترلاسه کوي.»

د کيټل په وينا کله چي د ماشوم زېږېدنپاڼه نه وي نو يې مور او پلار د بېلګي په توګه د ماشوم لپاره ټولنيزي مرستي نسي غوښتلای. هغه زياتوي چي د دې تر څنګ د ماشوم لپاره طبي مراقبت ترلاسه کول هم مشکله کيږي چي پکښي د طفل لپاره پر سم وخت د اړينو واکسينونو لګول هم راځي.

ياد انسټيټيوټ اوس د www.recht-auf-geburtsurkunde.de په نوم انټرنټپاڼه جوړه کړې او غواړي له لاري يې چارواکو او د يادي ستونزي سره مخاخ کسانو ته مشورې ورکړي. پر دغه پاڼه باندي د ماشومانو او بشري اړونده حقونه تشريح کيږي. د دې تر څنګ د هغو ماشومانو د زېږېدني د ثبتونې سره تړلو سوالونو ته جوابونه ويل کيږي چي مور او پلار يې خپل هويت نسي تثبيتولای. د دغې انټرنټپاڼي مقصد دا دی چي په عملي توګه په دې کي مرسته وکړي چي ماشومان ژر د زېږېدني پاڼي تر لاسه کړلای سي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې